درې عددي تلېفون لمبر “‎9-1-1” د امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کونکي خلکو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتلو لپاره د “نړیوال بېړني لمبر” په توګه ټاکل شوی دی.
بېړنی حالت د داسې یوه حالت په توګه تعریف کېږي چې د پولیسو، اطفایه یا امبولانس لخوا فوري مرستې ته اړتیا ولري. د بېړني حالتونو مثالونو کې شامل دي:
  • اور
  • جرم، په ځانګړي توګه که د پېښېدو په حال کې وي
  • د موټر ټکر، په ځانګړي توګه که کوم څوک پکې ټپي شوی وي
  • طبي بېړنی حالت، په ځانګړي توګه د هغه علایمو لپاره چې فوري طبي توجه ته اړتیا ولري
کله چې تاسې ‎911 ته زنګ ووهئ، د تلېفون ته ځواب ورکونکي فرد پوښتنو ته ځواب ورکولو لپاره چمتو اوسئ، چې په هغو کې شامل وي:
  • د بېړني حالت موقعیت، پشمول د سړک پته
  • د هغه تلېفون لمبر د کوم څخه چې تاسې زنګ وهلی
  • د بېړني حالت څرنګوالی
  • د بېړني حالت په اړه تفصیلات، لکه د فرد فزیکي شرح څوک چې د جرم مرتکب شوی وي، د اور شرح چې د سوځېدو په حال کې وي، یا د ټپونو یا علایمو شرح چې د طبي بېړني حالت لرونکي فرد لخوا تجربه کېږي
  • په یاد ولرئ، د تلېفون ته ځواب ورکونکي فرد پوښتنې په چټکۍ سره تاسې ته د صحیح مرستې در رسېدو لپاره مهمې دي. د تلېفون ته ځواب ورکونکي فرد لخوا تاسې ته درکول کېدونکي هرډول لارښوونو تعقیب کولو لپاره چمتو اوسئ. ډېری ‎911 مرکزونه کولی شي تاسې ته دقیق ووایی چې د مرستې رارسېدو پورې څه وکړئ، لکه ګام په ګام لارښوونې ورکول د داسې یوه فرد سره د مرستې لپاره چې ساه یې بندېږي یا لومړنۍ مرستې یا CPR ته اړتیا لري. تر هغه وخت پورې زنګ مه پرې کوئ چې د تلېفون ته ځواب ویونکی فرد یې درنه ونه وایی.

خوندیتوب او قانون

د الامېده کاونټي مهر