هانګ لاک د مشرانو مرکزونه (د کورنۍ پلونه) 

Hong Lok Senior Centers (Family Bridges) 

د هانګ لاک د مشرانو کورنۍ مرکزونه د ټولنې ‎55 کلونه او ډېر عمر لرونکي افرادو لپاره د. لومړنی سیایټ د کالیفورنیا آکلېنډ کې په ‎168‏ 11ام سړک کې موقعیت لري او سیار سایټ د کالیفورینا آکلېنډ 11ام سړک ته مخامخ د لنکن پارک څنډه کې موقعیت لري. دواړه سایټونه د مشرانو لپاره خوندي او د هرکلي چاپېریال وړاندې کوي ترڅو هغوی خپلې ټولنېزې شبکې پیاوړې کړي، په خوځنده فعالیتونو کې بوخت شي او په خپلواک ډول د خپل ژوند کولو ظرفیت ډېر کړي.

زموږ کارمندان په کانتوني، ماندرین، یا انګلسي ژبه غږېږي؛ دوه ژبي رضاکاران کانتوني، ماندرین، وېتنامي، او انګلسي باندې غږېږي. دا پروګرام د الامېده کاونټي د ډېر عمر افرادو ادارې او د آکلېنډ ښار لخوا تمویل شوی دی.

د هانګ لوک پروګرامونه داسې ډیزاین شوي دي چې زموږ ګډون کونکو سره مرسته کوي هغوی خپله خپلواکي ترلاسه او وې ساتي. هانګ لوک هره ورځ د تغذیه له پلوه متوازن، د غرمې ګرم چینایی خواړه، تعلیمي او تفریحي پروګرامونه، د تمرین ټولګي، شخصي خوندیتوب او د جرم مخنیوي ورکشاپونه، په انټرنېټ کې روغتیا پورې تړلي موضوعاتو ته لاسرسي په اړه ټولګي، د مشرانو لپاره مناسب موضوعاتو په اړه روغتیایی تعلیم، ځایی خدمتونو اړوند معلومات او رجعت، د رخصتۍ لمانځنې، ساحوي سفرونه وغېره وړاندې کوي.

ګډون کونکي چې کله په مرکزونو کې ګرځي راګرځي او د مرکز فعالیتونو کې ګډون کوي باید په خپلواک ډول د خپلو ځانونو د پاملرنې وړتیا ولري. د هانګ لوک کارمندان به تشخیص کوي چې آیا اړتیا ده په مرکزونو کې د ګډون کونکو سره پاملرنه کونکی ملتیا وکړي.

Oakland
Address
261 11th St
Oakland, CA 94607
د الامېده کاونټي مهر