بانټی سریی

Banteay Srei

په ‎2004 کې، د آسیایی روغتیا خدمتونو، د ختیځ بی د آسیایی ځوانانو مرکز او د اکلېنډ یونیفایډ ښوونځي ولسوالۍ څخه روغتیایی مشاورینو، ټولنیزو کارکونکو او ښوونکو په آکلېنډ کې د سهیل ختیځ آسیایی ښځو او نجونو په مینځ کې د مخ پر ودې جنسي استثمار او ګومارنې چاره په ګوته کړه.  د سرچینو لټون او دې پایلې ته رسېدو وروسته چې د دې نفوس اړتیاو ته ځواب ورکولو لپاره یوازینی موجود سرچینې د تنکي ځوانانو صالون کې موقعیت درلود، بانټي سری جوړ شو. بانټي سریی د دې لپاره جوړ شو ترڅو له کلتوري پلوه مناسب تګلارې سره د دې ځانګړي نفوس اړتیاوې پوره کړي.

بانټي سریی د ځوانو سهیل ختیځ آسیایی او آسیایی امریکایی ښځو لپاره یو خوندي ځای دی، چې د جنسي روغتیا تعلیم، د ټولنې جوړولو فعالیتونه او د مشرتابه پراختیا تقویت کوي ترڅو د جنسي استثمار خطر سره مخ یا د جنسي استثمار سره مخ ښځو لپاره کلتوري ویاړ، او خپلواکي تقویت کړي. بانټي سریی ټولنیز، ماهر او د نسلونو ترمینځ ملاتړ، د رغېدنې هنرونه، د تناسلي یا تولیدي روغتیا تعلیم، د ژوند د مهارتونو ترلاسه کول او د مشرتابه پراختیا ملاتړ وړاندې کوي. د بانټي سریی نوم په کمبوډیا کې د یوه زوړ معبد څخه اخېستل شوی دی چې معني یې "د ښځو معبد" دی – چې د ښځینه معبودینو د احترام لپاره جوړ شوی او د قوت، اتحاد، او خوندیتوب استازیتوب کوي. دا نوم د نوموړي ځای د الهام لپاره ټاکل شوی و کوم چې ښځو ته د احترام او هغوی ته د خپل ځان ځواکمن کولو لپاره د وسایلو وړاندې کولو لپاره جوړ شوی.

Website
Oakland
Address
310 8th St. Suite #102
Oakland, CA 94607
د الامېده کاونټي مهر