د آسیا پاسفیک ټاپو ټولنې تعاون (APICC)
د آسیا پاسفیک ټاپو ټولنې تعاون (APICC) د شاوخوا 30 آسیایی او د آسیا پاسفیک ټاپو (API) د ټولنې مېشت سازمانونو ایتلاف دی چې 5مې نظارتي ولسوالۍ ته خدمتونه وړاندې کوي؛ دا په 2002 دسمبر کې جوړ شوی.
APICC، چې د الامېده کاونټي سوپروایزر کېت کارسون لخوا جوړ شوی، د آسیایی او آسیا پاسفیک ټابو امریکایانو لپاره له ژبني او کلتوري پلوه د لاسرسي وړ کاونټي خدمتونو وکالت او ارتقا لپاره کار کوي. زموږ تمرکز د ژبې لاسرسي، کار موندنې، او د ټولنیز خدمتونو مسایلو باندې دی، او د ټولنې سازمانونو، عقیدوي سازمانونو، او سوداګریو سره کار کوو کوم چې د API ټولنو ته خدمت کوي.
په 2021 اپرېل کې، موږ د پاسفیک ټاپو ټولنې شاملولو لپاره زموږ د نوم بدلولو لپاره یوه ډله ییزه پرېکړه وکړه. مخکې د آسیایی ټولنې تعاون (ACC) و، اوس د آسیا پاسفیک ټاپو ټولنې تعاون یا APICC دی. دا نه یوازې په نوم کې بدلون منعکس کوي، بلکه دا له سره ژمنتیا هم ده چې موږ به کار کولو کې لاډېر مشمول عمل کوو او ستونزې به ښکاره کوو، په ځانګړي توګه په کاونټي کې د پاسفیک ټاپو ټولنې لپاره د ډېټا او سرچینو د نه شتون سره.