د افریقا وکالت شبکه
د افریقا وکالت شبکه (AAN) په 2009 کې تاسیس شوی سان فرانسیسکو کې یو غیرانتفاعي نهاد دی چې د افریقایی او افریقایی – کارابین مهاجرینو مخ پر ودې نفوس ته خدمت کوي. AAN د ځانګړي کلتوري دلالۍ بېلګې پربنسټ د مهاجرت قانوني خدمتونه، د کېس مدیریت، او د ټولنیز ادغام خدمتونه وړاندې کوي.
AAN د لس څخه ډېرو ژبو کې د مجرب او روزل شوي ژبني ظرفیت سره دا پروګرامونه جوړه کوي چې افریقا لویه وچه کې خپرې دي پشمول د امهاریک، عربي، بربر، دیولا، ایفوتو، فرانسوي، هایټي کریول، کرو، سینیا، سونوفو، هسپانوي، ټیګرینیا، ولف، او نورې.
د زیان سره مخ مهاجرینو او کډوالو ته زموږ د خدمت کولو لیوالتیا څخه په انګيزې، موږ د ټولنې شریکانو، افرادو، عقیدوي ډلو او وکیلانو سره په ملتیا عمل کوو چې زموږ اغيزه تقویت کړو ترڅو د ټولو غږونو برابري ډاډمنه او زموږ ماموریت پیاوړی کړو.
د افریقا وکالت شبکه تصدیق لرونکی 501 (c) (3)، د ټولنې غیرانتفاعي سازمان دی چې د مهاجرینو قانوني خدمتونو وړاندې کولو لپاره د قانون ته لاسرسي پروګرام دفتر (OLAP)، د مهاجرت بیاکتنې اجرایوي دفتر، او د امریکا متحده ایالاتو د عدلیه وزارت لخوا په رسمیت پېژندل شوی دی.