د افغان روغتیا مشرتابه کنسرسیوم (افغان ایتلاف)

Afghan Health Leadership Consortium (Afghan Coalition)

د افغان روغتیا مشرتابه کنسرسیوم د ټولنې سازمانونو او همدارنګه د مدني او ښاروالۍ ادارو څخه جوړ دی چې په الامېده کاونټي او د بی لویه ساحه کې افغان ټولنې ته خدمتونه وړاندې کوي. د AHLC ناستې په هرو درې میاشتو کې کېږي او د روغتیا تعلیم تصدیق لرونکي متخصص، ډاکټر والري سمېت لخوا پرمخ وړل کېږي. د کوویډ وبا پرمهال او ورپسې وروسته، د کنسرسیوم ناستې په مجازي توګه ترسره شوي چې ګډون پکې د بی ساحې څخه ورهاخوا د ایالت په کچه او لدې ورهاخوا غزول شوی دی. پدې ناستو کې ورباندې بحث کېدونکي روغتیایی موضوعات افغان ټولنې پورې ځانګړي دي او د خدمت وړاندې کونکو، ښوونکو او د ټولنې مشرانو باندې تمرکز لري. په افغانستان کې د بحران وروسته، د کنسرسیوم تمرکز د نوي راغلي افرادو اړتیاو او ستونزو پورې تړلي مسایلو باندې دی او همدارنګه د دغه ځانګړي اړتیاو په ګوته کولو لپاره حلونو باندې. د کنسرسیوم ناستو کې پوښل شوي وروستي موضوعات دا دي: د مهاجرینو بیامېشتېدنه – د راغلي افغانانو هرکلی، د راغلي افغانانو درک کول، او افغانستان یو کال وروسته: د لېږد په حال کې کورنۍ.

د افغان روغتیا مشرتابه کنسرسیوم په فریمانټ کې د افغان ایتلاف پروګرام دی. د تسهیل کونکي ډاکټر والري سمېت سره په valeriejs2@gmail.com اړیکه ونیسئ او په لیست کې د وراچولو غوښتنه وکړئ.

Alameda County
د الامېده کاونټي مهر