د الامېده کاونټي د چلند روغتیا

AC Health — Behavioral Health Department

زموږ ماموریت د الامېده کاونټي د ټولو په شرایطو برابر اوسېدونکو رغېدل، انعطاف او سالمیت دی هغوی چې جدي رواني روغتیا، الکول یا د نشه ییز توکو اندېښنې لري یا تجربه کوي. موږ داسې ټولنې تصور کوو چیرې چې ټول افراد او د هغوی کورنۍ وکولی شي په بریالیتوب سره خپل ظرفیت درک کړي او خپل خوبونه او هیلې تعقیب کړي، او چیرې چې د رواني روغتیا او/یا الکولو او نشیه ییز توکو د ستونزو لرونکو پروړاندې پېغور او تبعیض د تېر مهال کیسه وي.

د ‎0-24 عمرونو افرادو د رواني روغتیا ملاتړ

د الامېده کاونټي د چلند روغتیا د لویانو او د ډېر عمر لرونکي لویانو د پاملرنې سیسټم د ‎18 او ‎59 کلونو ترمینځ لویانو ته خدمت کوي؛ او د ‎60+‎ ډېر عمر لرونکي لویان چې د هغوی جدي رواني ناروغي یا ګډې ناروغۍ د هغوی د ورځني ژوند د هرې ورځې فعالیتونو باندې جدي اغېزه کوي. موږ هغه افرادو ته خدمت وړاندې کوو چې د میډیکال ترلاسه کونکي وي، د میډیکال په شرایطو برابر وي، د میډیکال/میډیکیر ترلاسه کونکي وي (میډي-میډي)، د HealthPAC ترلاسه کونکي وي، او بیمه نلرونکي افراد وي.

د ‎18 کلونو او ډېر عمر افرادو د رواني روغتیا ملاتړ

د ماشوم او ځوانانو د پاملرنې سیسټم (CYASOC) د ‎0-24 عمرونو ماشومانو، ځوانانو او لویانو ته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې کوي. CYASOC هغه افرادو او کورنیو ته د رواني روغتیا او د نشه ییز توکو د استعمال درملنې خدمتونه وړاندې کوي څوک چې بشپړ میډیکال لري او د چلند روغتیا له اړخه ملاتړ ته اړتیا ولري. زموږ د پاملرنې سیسټم ته دا مهم دي چې افراد او کورنۍ نه یوازې د هرکلي احساس وکړي بلکه خدمتونه هم تجربه کړي چې ځواکمن کونکي وي؛ له کلتوري، ملیتي، او ژبني پلوه ځواب ویونکي وي؛ او سالمیت او انعطاف باندې تمرکز ولري.

د نشه ییز توکو د استعمال درملنه

د الامېده کاونټي د چلند روغتیا پاملرنې خدمتونه ویاړي چې هغه اوسېدونکو ته د لوړ کیفیت درملنې او مخنیوي خدمتونه وړاندې کوي څوک چې د نشه ییز توکو او الکولو د اعتیاد څخه رغېدل غواړي. موږ د ځانګړي اړتیاو او شرایطو لرونکي افرادو لپاره طرحه شوي پروګرامونو سره په الامېده کاونټي کې د نشه ییز توکو د درملنې ترټولو ستره شبکه وړاندې کوو. موږ زموږ ټولو ګټه اخېستونکو ته ارزښت ورکوو او کیفیت لرونکي خدمتونه وړاندې کوو چې ملیتي، کلتوري او ژبني توپیرونه ملاتړ کوي کوم چې د بی سیمې د بډایه تنوع استازیتوب کوي.

محروم قومي او ژبني نفوس (UELP)

د الامېده کاونټي د چلند روغتیا د محروم قومي او ژبني نفوس پروګرامونه (UELPs) د الامېده کاونټي هغه اوسیدونکو ته د کلتوري او ژبني پلوه مناسب د لاسرسي وړ خدمتونو وړاندې کولو لپاره جوړ کړي چې د رواني روغتیا سیسټم څخه محروم دي یا ورته مناسب خدمت ندی وړاندې شوی.  دا خدمتونه هغه افرادو او د هغوی کورنیو سره مرسته کوي او ملاتړ یې کوي چې د احساسي سالمیت ننګونې تجربه کوي. 

Alameda County
Address
Alameda County Health — Behavioral Health Department
2000 Embarcadero Cove, Suite 400
Oakland, California 94606



Mental Health Treatment & Referral Helpline
1 (800) 491-9099

TTY
1 (510) 533-5018

Substance Use Treatment & Referral Helpline
1 (844) 682-7215

Nationwide Suicide Prevention Lifeline
1 (800) 273-8255

Text or Dial 988 for direct access to the local suicide and crisis line.
د الامېده کاونټي مهر