د بی سیمې د انصاف اطلس

Bay Area Equity Atlas

د بی سیمې د انصاف اطلس د هراړخیزې ډېټا ملاتړ سیسټم دی چې په سیمه کې د انصاف حالت تعقیبوي او د مشمول نېکمرغۍ لپاره د پوهې له مخې حلونو په موخه د ټولنې مشران د ډېټا سره مجهز کوي. دا اطلس  د سان فرانسیسکو بنسټ، پالیسي لنک، او د USC د انصاف څېړنې انسټيټیوټ (ERI) لخوا تولید شوی دی.

پدې اړه معلومات ترلاسه کړئ چې  موږ څه کوو،  د کالیفورنیا قبایلي ملتونه،  زموږ ډېټا،  زموږ ټیم، او  زموږ مشاورین. او زموږ رسنیز پوښښ  په خبرونو کې ومومئ.

د بی سیمې د انصاف اطلس د ټولنې مشرانو لپاره یوه وسیله ده چې د لاډېر عادلانه، پایښت لرونکې او انعطافي سیمې د جوړولو په لټه کې دي. قوي، تفکیک شوې ډېټا د عادلانه ودنې لپاره د پوهې له مخې د عمل ستراتېژیو لپاره مهمه ده. په بی سیمه کې د بډایه ډېټا او ټیکنالوژي سرچینو سربېره، د ټولنې مشرانو هغه ډېتا ته لاسرسی نه درلود چې هغوی د حلونو راوړاندې کولو لپاره ورته اړتیا لري. د بی سیمې د انصاف اطلس موخه د همدې تشې ډکول دي.

پالیسي لنک، ERI، او د سان فرانسیسکو بنسټ اطلس د لاندې هدفونو لپاره  جوړ کړی دی:

  • د سیمې راتلونکي ته د انصاف اهمیت په اړه د شریک پوهاوي رامینځته کول
  • د پیاوړي انصاف مقیاسونو ټولګې وړاندې کول چې د نژاد او نورو دموګرافیک مشخصاتو له مخې تفکیک شوي ترڅو لاډېر د پوهې له مخې پرېکړې کول ملاتړ کړي
  • د اغېزناک او ژمن ستراتېژیو شریکولو په واسطه د عادلانه ودې لپاره د حلونو پوهاوی
  • د ډېټا دموکراتیزه کول او د ډېټا لاډېر د لاسرسي وړ کول
  • د بدلون راوړونکو ظرفیت ډېرول او د پالیسۍ حلونو د پرمختګ لپاره د ډېټا د استعمال دفاع کول

دا اطلس یوه ژوندۍ سرچینه ده، او موږ به په منظم ډول دې ته نوې ډېټا او تحلیلونه ور اضافه کوو. زموږ د برېښنالیک له لارې تازه معلوماتو یا اپډېټ لپاره نوم لیکنه وکړئ او د نوي ډېټا، تحلیلونو او پډې اړه کېسو لپاره چې څنګه ډېټا د عادلانه بی سیمې جوړولو کې د عمل لامل کېږي، په منظم ډول بېرته چېک کوئ.

زموږ ډېټا

د بی سیمې د انصاف اطلس خپله ځېنې ډېټا د انصاف اطلس شاخصونو ملي ډېټابېس څخه اخلي چې د پالیسي لنک او ERI لخوا جوړ شوی، او همدارنګه د یو درجن څخه ډېر نوي شاخصونه هم پکې شامل دي چې د ځایی او ایالتي ډېټا سرچینو څخه اخیستل شوي او همدارنګه ځانګړې ټولپوښتنې. په اطلس کې د لاندې جغرافیو لپاره ډېټا شامل ده:

  • ساحه: د پنځه – او نهه – کاونټي بی سیمې ساحات
  • کاونټي: د بی سیمې نهه کاونټیانې (الامېده، کونټرا کوسټا، مرین، ناپا، سان ماټیو، سان فرانسیسکو، سانټا کلارا، سولانو، او سونوما)
  • فرعي کاونټي: ‎40 د نا متناقض عامه استعمال مایکرو ډیټا سیمې (CPUMAs)
  • لوی ښار: د  بی سیمې شپږ لوی ښارونه (آنټیوک، فرېمانټ، آکلېنډ، سان فرانسیسکو، سان جوسی، او سنیوال)
  • نور ښارونه یا قصبه: د بی سیمې ‎95 نور ښارونه او قصبې
  • د احصایی ټاکلی ځای (CDP): د بی سیمې کاونټیانو ‎119 غیر ثبت ساحې چې د احصایی لخوا د احصایوي موخو لپاره پېژندل شوي دي
  • ایالت: کالیفورنیا

دا اطلس په ساحه کې د احصایی 1,588 شمېرنو لپاره ځېنې نقشو کې هم ډېټا شاملوي. زموږ د ډېټا سرچینو کې شامل دي: د مدغم عامه استعمال مایکرو ډېټا لړۍ (IPUMS USA)، د امریکا متحده ایالاتو د احصایی دفتر، جیولیټیک انکارپورېشن، د کالیفورنیا د مالیی ریاست، د بی سیمې حکومتونو انجمن، د UC بېرکلی د ایالت په کچه ډېټابېس، د کالیفورنیا د معارف ریاست، د UC بېرکلی ښاري بې ځای توب پروژه، د کالیفورنیا د عادلانه استوګنې کاري ځواک، د کالیفورنیا عدلیه ریاست، ګوو بډي، او زیلو ګروپ انکارپورېشن.

Online Resource
د الامېده کاونټي مهر