د ختیځ بی د ټولنې قانون مرکز (EBCLC)
EBCLC د قضا ټولنیز شاخصونو کاري چوکاټ تعقیبوي کوم چې د بې وزلۍ او اقتصادي او نژادي نابرابرۍ اصلي لاملونو په ګوته کولو لټه کوي ترڅو وکولی شي عدالت ته وده ورکړي او د اقتصادي امنیت، تعلیم، روغتیا او ښېګڼې، استوګنې، او مهاجرت په برخو کې فرصتونه ښه کړي.
دې ماموریت ته د EBCLC کړنلاره د څو بېلګو لرونکې، تعاوني او جمعي ده:
- څو بېلګه ای – د ماموریت مخته وړلو لپاره څو تاکتیکونه کاروي، پشمول د ټولنې تعلیم، قانوني مشوره او د محدود کچې استازیتوب، د قانوني او ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول، او د ځایی، ایالتي، او فدرالي پالیسۍ دفاع؛
- تعاوني – د قانوني او ټولنیز خدمت سازمانونو سره مشارکت کوي، او همدارنګه د نهادي شریکانو سره، ترڅو د خوندیتوب خدمتونه ښه کړي، لاسرسی پراخه او د مراجعینو او ټولنو لپاره پایلې ښې کړي؛
- جمعي – د مراجعه کونکي باندې متمرکز، د ستونزې د حل مېتودولوژي له لارې د ثبات په وړاندې هغه خنډونو د ډېروالي په ګوته کول د کومو سره چې د ټیټ عاید لرونکي خلک مخ دي چې دا کار اغېزه ډیروي او پایلې ښې کوي.
د EBCLC هیله دا ده چې د ماموریت لپاره دې څو بېلګه ای، تعاوني، جمعي کړنلارې له لارې موږ مراجعه کونکو ته معني لرونکي خدمتونه، د اغېزناکې او بنسټیزې پالیسۍ دفاع، او د راتلونکي وکیلانو او مشرانو لپاره پراخه روزنه وړاندې کړو.
د EBCLC د مهاجرت پروګرام ټیټ عاید لرونکي مهاجرینو ته د بشپړې کچې وړیا قانوني خدمتونه د مهاجرت ډېری مسایلو په اړه وړاندې کوي چې تمرکز یې خورا ډېر زیانمن نفوس – د معیوبیتونو او مزمن ناروغیو لرونکي خلکو، د LGBTQ ټولنې غړو، ځوانانو، او د نورو قانوني مسایلو سره لاس او ګریوان د EBCLC موجود مؤکلینو باندې دی.