د سانټا کلارا کاونټي د روغتیا سیسټم
د سانټا کلارا کاونټي د روغتیا سیسټم زموږ د ځایی روغتیا پاملرنې خوندیتوب شبکه او زموږ د کاونټي اوسېدونکو ته د هراړخیزه پاملرنې، خدمت، او پروګرام وړاندې کونکی دی. د روغتیا سیسټم کې د چلند روغتیا خدمتونو ریاست، د عامه روغتیا ریاست، د سانټا کلارا درې د روغتیا پاملرنې روغتونونو او کلینیکونو شبکه پشمول د سانټا کلارا درې طبي مرکز، د او کانر روغتون او د سانټ لویس سیمه ییز روغتون، د بېړني طبي خدمتونو اداره، د توقیف روغتیایی خدمتونو ریاست، او د درې روغتیا پلان شامل دي. موږ په سانټا کلارا کاونټي کې د ټولو ټولنو روغتیا او سالمیت ته ژمن یو.
دلته د روغتیا سیسټم فقط ځېنې کار ورکړل شوی دی:
- د 911 سیسټم مدیریت کول
- ښځو او ماشومانو لپاره د لوړ کیفیت پاملرنې وړاندې کول
- د بېړنۍ پاملرنې، ټروما، او د سوځېدو ټپونو لپاره د تخصصي درملنې وړاندې کول
- د عامه روغتیا بېړني حالتونو لکه زلزلو پرمهال د خلکو محافظت کول
- د رواني روغتیا خدمتونو وړاندې کول پشمول د مخنیوي او بحران خدمتونو
- د کوورډ کالیفورنیا له لارې د ټیټ لګښت روغتیا پلان وړاندې کوي
- لومړنۍ پاملرنه، د کورنۍ درمل، او د ماشومانو پاملرنه وړاندې کوي
- هغو افرادو ته پاملرنه وړاندې کوي چې هېڅ روغتیایی پوښښ یا د تادیه کولو وړتیا نلري
- د کورني تاوتریخوالي سره مبارزې پروګرامونو له لارې خوندي ټولنې ملاتړ کوي
- د ماشومتوب او نورو واکسینونو لازمي توب او ګټې هڅوي