د طبي محرومیت معافیتونو په اړه معلومات

Information about medical indigent waivers

د روغتون خیریه پاملرنه/محرومیت معافیتونه
د هراړخیزې بیمې نلرونکو او د ټیټ عاید لرونکو افرادو لپاره، هر روغتون خیریه پاملرنه/د محرومیت معافیتونه لري چې د روغتون د بیلونو لګښتونو پوښلو کې مرسته کوي. دا معافیتونه د هر مختلف روغتون سایټ کې د بیلونو/مالي دفتر کې ډکېږي. کله چې تایید شي، معافیتونه عموما د بشپړ کال لپاره ښه وي په کوم کې چې ناروغ د روغتون بیلونه راجمع کوي. هر روغتون د عاید اړوند خپلې لارښوونې لري او مشخص کوي چې د بیلونو کومه سلنه نوموړی روغتون پوښلی شي. تشخیصونه د عاید/بې وزلۍ د حدونو پربنسټ دي کوم چې د نورو ډېری لګښت سپموونکي پروګرامونو سره سمون لري. د سپما حد تر ‎$0-50,000 پورې کېدی شي، چې نا پوښل شوي لګښتونو پورې تړاو لري او لازمي ده چې غوښتنه یې وشي ځکه چې دا د مراجعه کونکو سره د کرېډېټ ښه وضعیت ساتلو کې مرسته کوي، د دې پرځای چې راتلونکي کې د پېسو پور وړي وي.

د ښار امبولانس سرویس د محرومیت معافیتونه
دا ډول معافیتونه د امبولانس ټرانسپورټېشن لګښت پوښلو لپاره کارول کېږي کوم چې د بیمې په واسطه پوښل شوي نه وي (عمومآ په یو سفر کې ‎$1,000-$4,000 ډالر). د معافیت غوښتلو لپاره د اطفایه هغه څانګې لپاره چې ځواب یې ورکړی او امبولانس خدمت یې وړاندې کړی دی د ښار غیر بېړني بیل اړیکې څخه د غوښتنه کولو سربېره د بیل خبرتیا کې ورکړل شوي د ښار تلېفون شمېرې سره اړیکه ونیسئ. یادونه: معافیتونه د روغتون ټرانسپورټ لپاره د کارول شوي امبولانس لګښت نه پوښي که چیرې دا ډول ټرانسپورټ د غیر بېړني موخو لپاره کارول شوی وي.

د کالیفورنیا د روغتون خیریه پاملرنې پروګرامونه او غوښتنلیک د روغتون لګښتونو پوښلو لپاره

د خیریه پاملرنې لپاره دلته غوښتنه وکړئ.

د الامېده کاونټي مهر