د لویدیز کونټرا کوسټا یونیفایډ ښوونځي ولسوالۍ

West Contra Costa Unified School District

د  لویدیز کونټرا کوسټا یونیفایډ ښوونځي ولسوالۍ  (WCCUSD) په ‎1965 کې تاسیس شوې ده. دا د ایل سېریټو، ریچمانډ، سان پابلو، پینول، او هېرکولس ښارونه او د بای ویو – مونټالوین مانور، ختیځ ریچمانډ غونډۍ، ایل سوبرانټ، کېنسینګټن، شمالي ریچمانډ، او تارا غونډیو غیر ثبت شوي ساحې د پوښښ لاندې لري.

موږ د عالي کیفیت تعلیم وړاندې کوو چې ټول زده کونکی وکولی شي د مثبت ژوند انتخابونه وکړي، زموږ ټولنه پیاوړې کړي، او په بریالیتوب سره متنوع او نړیواله ټولنه کې ګډون وکړي.

دا باور چې ټول زده کونکي کولی شي د عالي سطحې مهارتونه ترلاسه کړي او دا چې د نهادي توکم پالنې اغېزې له مینځه وړل کېدی شي د دې خبرې مرکزیت دی چې برابرۍ ته د لویدیز کونټرا کوسټا یونیفایډ ښوونځي ولسوالۍ کې په کوم نظر کتل کېږي.

د څو ژبي ولسوالۍ مشورتي کمېټه

د ‎51 یا ډېرو انګلسي ژبې زده کونکو لرونکې هره ولسوالۍ، د هغوی د ژبې په پام کې نیولو پرته باید فعاله څو ژبي مشورتي کمېټه (MDAC) جوړه کړي. د دې کمېټې موخه د انګلسي ژبې زده کونکو (ELs) پورې تړلي مسایلو په اړه د ولسوالۍ اداري هییت ته مشوره ورکول دي.

ناستې ټولو لېواله ډلو او اړخونو ته پرانیستې دي. علاوه لدې، په ولسوالۍ کې هر ښوونځی چې د 20 څخه ډېر 20 ولري اړ دی دې کمېټې ته یو استازی ولېږي. که چیرې ښوونځی د انګلسي ژبې زده کونکي مشورتي کمېټه (ELAC) ولري نو پلاوی ELAC انتخابوي. که چیرې د ښوونځي سایټ شورا (SSC) د ELAC مسؤلیت په غاړه ولري بیا هغوی د استازي د انتخابولو مسؤل دي.

د انګلسي ژبې زده کونکي مشورتي کمېټې (ELAC) شرحې

 ELAC  (د انګلسي ژبې زده کونکي مشورتي کمېټه) د ښوونځي ټولیز چاپیریال او د زده کونکو اکاډمیک لاسته راوړنې ته یوه ستره شتمني کېدی شي. د انګلسي ژبې زده کونکو والدین/سرپرستانو ته د دې وسیلې له لارې د هغوی د ماشوم تعلیم کې ګډون فرصت برابرولو لپاره هرډول هڅې باید وشي.  دا د راټولېدو یو ځای دی چې والدین/سرپرستان کولی شي د انګلسي ژبې زده کونکو په اړه د ښوونځي سایټ شورا (SSC) ته د خپلو اندېشنو او نظرونو څرګندولو لپاره د دریځ په توګه وکاروي.   ELAC  د ELs لپاره پراخه ساحې پوښي، لکه د انګلسي ژبې زده کونکو سره کار کولو کې دخیل قانوني مسایل او پدې اړه روزنه چې څنګه والدین/سرپرستان کولی شي په کور کې خپلو ماشومانو ته تدریس وکړي او مرسته یې وکړي.

هر ښوونځی چې ‎21 یا ډېر د انګلسي ژبې زده کونکي (چې د LEP زده کونکو په نوم هم پېژندل کېږي) په حاضري کې ولري، د ژبې په پام کې نیولو پرته، باید هر کال تر اکتوبر پورې  ELAC  فعال جوړ کړي.  (قانوني محآخذونه: د E.C.‎ برخه ‎62002.5؛ مخکې د E.C.‎ برخې ‎52176؛ ‎52168؛ او عنوان ‎5، د CCR برخه ‎4312).

په کمېټه کې باید د انګلسي ژبې زده کونکو د والدین/سرپرستانو سلنه لږترلږه هغومره وي څومره چې په ښوونځي کې د انګلسي ژبې زده کونکو وي.  په WCCUSD کې،  ELAC  باید ولري:  a) په  ELAC کې ‎5 والدین/سرپرستان، b) مدیر یا ځای ناستی، c) د ELs ښوونکي، d) د ښوونځي نور کارمندان (اختیاري)، e) نور والدین/سرپرستان (اختیاري). د  ELAC د جوړېدو او روزنې وروسته،  ELAC  کولی شي خپل قانوني مسؤلیتونه د ښوونځي سایټ شورا ته ولېږدوي.

Family & Community Engagement
1108 Bissell Ave.
Richmond, CA 94804
Multilingual & Multicultural Services
1108 Bissell Ave, 115
Richmond, CA 94804
د الامېده کاونټي مهر