د مسلمانانو د ټولنې مرکز – ختیځ بی

Muslim Community Center-East Bay

د مسلمانانو د ټولنې مرکز (MCC) – ختیځ بی یو څو ملیتي، څو نژادي، څو ژبنی، غیر فرقه ای، متنوع، او پرانیستی  عقیدوي سازمان دی چې د نارینه او ښځو بشپړ او مساوي ګډون او مداخلت ته ژمن دی.

موږ د معنوي ودې او د ځوانانو د ځواکمنتیا پروګرامونه وړاندې کوو چې موخه یې هم تفریح او هم الهام ورکول دي. موږ د کورنۍ لپاره مناسب او دوستانه چاپېریال ته کار کوو او تواضع، خلاقیت، او د ټولنې ښکېلتیا هڅوو. موږ ځواب ویونکی، د راتلونکي فکر لرونکی، او چاپېریال دوست او د ځانګړي اړتیاو دوست جماعت یو. د هییت  ښځینه غړو د ‎2016 څخه تر ‎2020 او ‎2022 – اوسمهال د رییسانو هییت د مشرې په توګه مشري کړې،  او د تاسیس کېدو راهیسې ښځو په مشرتابه کې استازولي درلودلې ده.

په ټري – ویلی کې د ترټولو سترې اسلامي ودانۍ په حیث، زموږ د جمعې ورځې لمونځ ته د ختیځ بی څخه شاوخوا ‎500 عبادت کونکي د لمونځ لپاره راځي. دا مرکز عامه لېکچرونه، د ټولنیز خدمت پروژې هم سپانسر کوي او د سیمه ییز او ملي مذهبي سازمانونو له لارې د عقیدو ترمینځ فعالیتونو کې ګډون کوي. موږ د اونۍ ورځو کې د قرآن، عربي ژبې، او د حفظ پروګرام، د جمعې ماښام د ځوانانو حلقې، د یکشنبه ښوونځي کوربه توب کوو. زموږ پروګرامونو کې د ختیځ بی مسلمانانو لپاره د مدني حقونو او مدنیاتو روزنه، زموږ د ځانګړي اړتیاو لرونکي کورنیو لپاره پروګرام،  د جمعې ماښام کورنۍ پروګرامونه،   د نورو جماعتونو او اسلامي سازمانونو سره ګډ فعالیتونه، ټولنیز فعالیتونه، په فارسي ژبه کې د اسلامي عقیدې لومړني ټولګي، د رزمي هنرونو او کوډینګ ټولګي، د کتابونو اونیز کلب، انګلسي د دوهمې ژبې په حیث ټولګي، د یوازې میندو دوه اونیزه ملاتړ ګروپ، د نوي مسلمانانو د کتاب کلب میاشتنۍ ناستې، د ټولنیز خدمت پروژې، د جمعې شپې باسکټ بال، د رزمي هنرونو روزنه، د ایپ جوړولو ورکشاپونه، او ډېر نور څه شامل دي.

د ختیځ بی MCC زموږ ګاونډیانو لپاره په اونیز ډول وړیا خواړه توزیع کوي.

ورځ/وخت: سه شنبه ماسپښین ‎3 – ماښام ‎6 بجې

په خوراکي توکو کې تولیدي او اصلي خوراکي توکي شامل دي (وریجې، لوبیا، ټونا، په عادي تودوخه کې د ساتلو وړ شیدې، پاستا، وغیره د موجودیت له مخې)

د نشه ییز توکو ناوړه استعمال کورنۍ ملاتړ ګروپ او د اعتیاد څخه رغون  مهارتونو ناستې

د اعتیاد سره مخ غړي لرونکي کورنیو لپاره د مرستې او هیلې وړاندې کولو کې، د مسلمانانو د ټولنې مرکز – ختیځ بی د  مدینه هاوس  سره د هغه کورنیو لپاره د اونیز مجازي ټولګیو کوربه توب لپاره مشارکت کړی څوک چې د کور یوه غړي د اعتیاد سره مخ دي او بل ټولګی د اعتیاد څخه رغېدونکي افرادو لپاره.

دا ټولګي د سان فرانسیسکو بی سیمه کې مسلمان ټولنې لپاره دوامداره ملاتړ او تعلیم وړاندې کوي، او د نورو ایالاتونو او موقعیتونو څخه خلک په منظم ډول پکې آنلاین ګډون کوي. زموږ تولګي د وېبینار په بڼه وړاندې کېږي او تاسې کولی شئ په بشپړ خصوصي توګه او له هر ځایه په مستعار ډول پکې ګډون وکړئ. نور ګډون کونکي ستاسې نوم یا مخ نشي لیدلی. تاسې کولی شئ د ګډون کولو، نظرونو ورکولو یا د پوښتنو کولو لپاره د غږېدونکو سره په خصوصي ډول چټ وکړئ. دا ټولګي عقیدوي اصول او د شواهدو پربنسټ مهارتونه کاروي چې بریالیتوب یې ثابت شوی.

زموږ د کورنۍ ټولګي په اونۍ کې په مجازي توګه د پنجشنبه په ورځو کې ماښام د PST په وخت په ‎6:30 بجو راټولېږي. په ژوندۍ بڼه یوځای شئ:  https://mcceastbay.org/family-class

د اعتیاد لرونکي افرادو لپاره زموږ د اعتیاد څخه رغون مهارتونو ناستې په اونۍ کې په مجازي توګه د یکشنبه په ورځو کې ماسپښین د PST په وخت په ‎1:30 بجو په لاره اچول کېږي. په ژوندۍ بڼه یوځای شئ:  https://mcceastbay.org/recovery-skills

Pleasanton
Address
5724 W. Las Positas Blvd. Suite 300
Pleasanton, CA 94588
د الامېده کاونټي مهر