د پانګیا قانوني خدمتونه
د پانګیا قانوني خدمتونه پدې باور دي چې هرڅوک حق لري د نړۍ هرګوټ ته لاړ شي او په ویاړ او درناوي سره مېشت شي. پانګیا په دواړه توقیفي او غیر توقیفي مهاجرت محکمې پروسو کې مهاجرینو ته د بشپړ قانوني استازیتوب خدمت وړاندې کوي. د پانګیا خدمتونه وړیا یا په ټیټ لګښت دي، او د هغوی مؤکلین نوي راغلي افراد یا د امریکا متحده ایالاتو کې له اوږدې مودې مېشت افراد دي. د هغوی خدمت د ډېپورټېشن یا ایستل کېدو پروړاندې دفاع برخه کې استازیتوب وړاندې کولو باندې تمرکز لري؛ د هغوی شاوخوا 80٪ مؤکلین د ډېپورټېشن پروسوکې دي. پانګیا د ضمانت پروسو، د ایستلو اورېداو کې، او د ICE او پناه چارواکو سره مخ کېدو مواردو کې د توقیف شویو مهاجرینو استازیتوب کوي. پانګیا مهاجر ټولنو ته د لوړ کیفیت قانوني خدمتونو د لاسرسي وړ ګرځولو ته ژمن دی. پانګیا همدارنګه د ټولنې په مشرۍ د ډېپورټېشن څخه دفاع بېلګه جوړولو هڅه کوي چې د لوړ کیفیت استازیتوب ورهاخوا ډېر څه کوي.