د کونټرا کوسټا کاونټي د کار موندنې او بشري خدمتونو څانګه
د کونټرا کوسټا کاونټي د کار موندنې او بشري خدمتونو څانګه د کیفیت لرونکي خدمتونو عرضه کولو لپاره د ټولنې سره مشارکت کوي ترڅو د په ځان بسیا ته رسېدو لپاره د افرادو او کورنیو د ملاتړ، محافظت او ځواکمن کونکي سرچینو ته لاسرسی ډاډمن کړي.
د مهاجرینو نغدي مرسته (RCA)؛ د مهاجرینو لپاره د نغدي مرستې پروګرام (CAPI)
د مهاجرینو نغدي مرسته (RCA)
د مهاجرینو نغدي مرسته د لومړیو 12 میاشتو لپاره ده چې یو مهاجر (د دایمي اوسېدو لپاره منل شوی) پکې د امریکا متحده ایالاتو کې وي.
په کالیفورنیا کې، لومړی باید د کال ورکس لپاره د مهاجر په شرایطو برابري مشخص شوې وي. که چیرې مشخص شي چې مهاجر د کال ورکس لپاره په شرایطو برابر دی، مرسته باید د RCA فنډونو پرځای د نوموړي پروګرام لاندې تادیه شي.
د مهاجرینو لپاره د RCA مرستو 12 میاشتې عمومآ د امریکا متحده ایالاتو ته د داخلېدو نیټې له مخې وي. پناه لرونکي افراد د هغه نیټې څخه تر 12 میاشتو پورې مودې لپاره مستحق وي په کومه چې هغوی ته پناه ورکړل شي. د قاچاق او سختو جرمونو قربانیان، پشمول د کورني تاوتریخوالي غیر اتباع قربانیان هم د RCA مرستو ترلاسه کولو مستحق کېدی شي. بیاهم، لومړی باید د کال ورکس لپاره په شرایطو برابري مشخص شي او که مستحق وي نو مرسته باید د نوموړي پروګرام لاندې تادیه شي.
د RCA پروګرام په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ: (866) 663-3225
د مهاجرینو لپاره د نغدي مرستې پروګرام (CAPI)
د ډېر عمر لرونکي، ړوند، یا معیوب قانوني مهاجرینو لپاره نغدي مرسته وړاندې کوي څوک چې د خپل مهاجرت حیثیت له امله د تکمیلي مصؤنیت عاید (SSI) لپاره په شرایطو برابر نه وي.
د CAPI لپاره په شرایطو برابرۍ لپاره، مهاجر باید د امریکا متحده ایالاتو کې قانوني دایمي اوسېدونکی وي او د اوسني SSI د په شرایطو برابرۍ نور ټول شرایط باید پوره کړي.
د CAPI غوښتونکي باید خپل د مهاجرت سپانسرانو په اړه د مالي شرایطو برابرۍ معلومات وړاندې کړي. د سپانسر عاید او سرچینې د امریکا متحده ایالاتو کې د راتګ پرمهال تر د 10 کلونو مودې لپاره د CAPI غوښتونکي ته د موجود په توګه ګڼل کېږي. د سپانسر د پېژندنې مقرراتو کې استثنآت شتون لري.
د CAPI ترلاسه کونکي په کور کې د ملاتړي خدمتونو (IHSS) لپاره مستحق دي که چیرې په کور کې دننه پاملرنې لپاره اړتیا موجود وي. د سپانسر د پېژندنې مقررات د IHSS د تادیی مقدار محاسبه کولو کې پلي کېږي.
د CAPI د مرستې مقدار د SSI د مرستې مقدار څخه $10 ډالر کم دی او د ایالت په واسطه په ورته توګه سمون ورکول کېږي.
CAPI د کالیفورنیا پروګرام دی، او د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره فرد باید په کالیفورنیا کې میشت وي. د 30 تقویمي ورځو غیرحاضري د اوسېدو حیثیت او د نغدي مرستې له لاسه ورکولو پایله درلودلی شي.
د CAPI لپاره غوښتنلیکونه د عمومي مرستې دفترونو کې اخیستل کېږي. په کونټرا کوسټا کاونټي کې د عمومي مرستې درې واحدونه موقعیت لري. که تاسې غواړئ د CAPI لپاره غوښتنه وکړئ یا د CAPI لپاره ستاسې په شرایطو برابرۍ په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ، مهرباني وکړئ ترټولو نږدې دفتر ته زنګ ووهئ یا ورشئ.
د CAPI غوښتنلیکونه او کېسونه د سان ماټیو کاونټي لخوا مدیریت کېږي.
د CAPI ترلاسه کونکي کولی شي
د خپلو کېسونو په اړه لاندې شمېرې ته زنګ وهلو له لارې معلومات ترلاسه کړي:
(800) 648-0954
د CAPI په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ:
(866) 663-3225