میډیکال، مهاجرین، او د مهاجرینو د روغتیا ارزونه
میډیکال د ټیټ عاید لرونکي یا د هېڅ عاید نلرونکي کورنیو او افرادو لپاره د روغتیا پاملرنه ده. د 24D-2 لاندې پېژندل شوي مهاجرین د دې قانون لاندې په شرایطو برابر بهرنیان دي او که د په شرایطو برابرۍ ټول شرایط پوره کړي نو د بشپړ میډیکال لپاره په شرایطو برابر دي.
د امریکا متحده ایالاتو کې طبي پاملرنه ګرانه ده او د طبي بیمې له لارې یې تادیه کېږي، کومه چې طبي پاملرنې ته د لاسرسي لپاره اړینه ده. مهاجرینو ته په کالیفورنیا کې د میډیکال په نوم یادیدونکي د حکومت لخوا تمویل شوې وړیا طبي بیمه د 12 میاشتو لپاره ورکول کېږي. د یوې ټاکلې اندازې څخه لوړ عاید لرونکي خلکو لپاره د روغتیا بیمه د پوښل شوي یا کوورډ کالیفورنیا له لارې هم چمتو کیدی شي یا د کارګومارونکي د بیمې له لارې وړاندې کېږي.
نوي راغلي مهاجرین د مهاجرینو وړیا روغتیایی ارزونې لپاره په شرایطو برابر دي، کوم چې د لېږد وړ ناروغیو د مخنیوي، معاینې، او درملنې باندې تمرکز لرونکې طبي معاینه ده او لومړنۍ پاملرنې سره تړاو وړاندې کوي.
د الامېده کاونټي د مهاجرینو د روغتیا ارزونې پروګرام (RHAP) په ختیځ آکلینډ کې په ایسټمانټ ویلنېس کې موقعیت لري او د الامېده د روغتیا سیسټم برخه ده. تاسې کولی شئ خپل ځان یا کوم بل څوک د ایسټمانټ ویلنېس ته پدې برېښنالیک راجع کړئ: rhapreferrals@alamedahealthsystem.org. د RHAP په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د مهاجرینو روغتیا دفتر وېب سایټ ته ورشئ.
Category