د مرکزي امریکا د مهاجرینو کمېټه ختیځ بی (Comite de Refugiados Centroamericanos)
د مرکزي امریکا د مهاجرینو کمېټه، چې د CRECE په نوم هم پېژندل کېږي، په ختیځ آکلېنډ، کالیفورنیا کې موقعیت لري. CRECE په ایل سلوادور کې د یوه مهاجر او د کورني جنګ پاتې شوي فرد لخوا جوړه شوې وه. د 1990 په فبروري 21، په ایل سلوادرو کې زموږ د ټولنو سره د مرستې هیله مندۍ او بې وزله ټولنو ته د یووالي او مېنې راوړو هېلې سره راپورته شوه. د پیل څخه، موږ خپل ځان د یوه غیرانتفاعي سازمان په حیث مشخص کړی دی.
CRECE د خلکو سازمان دی چې ماموریت یې د لاتیني مهاجر ټولنې تنظیم او ښوونه ده ترڅو د هغوی ټولنیز، اقتصادي او کلتوري وضعیت ښه شي.
په 2014 کې موږ په ایل سلوادور کې د CRECE آکلېنډ – ایل سلوادرو انجمن پیل کړ. اوسمهال پدې کې یو شمېر رضاکاران ګډون کوي، او دوی هغه خلک دي چې په خپلو ټولنو کې به د خپلو پروژو پراختیا لپاره کار کوي او ملي او نړیوالې اړیکې به جوړوي. دا ټول کار به د CRECE آکلېنډ سره په همغږۍ کې ترسره شي.
موږ د هغه مسایلو لپاره نورو ټولنیزو خدمتونو او سازمانونو ته راجع کېږو چې موږ یې شخصآ نشو حل کولی، لکه د مهاجرت مسایل. موږ د مختلف ټولنو لپاره ملاتړ او خدمت رامینځته کړی دی. موږ همدارنګه د ټولنې کار او خدمت کې د شمالي امریکا او د لاتیني ټولنو ادغام ترلاسه کړی دی، او د نوي نسل سره زموږ د ارزښتونو او کلتور شریکولو لپاره مو کار کړی دی. موږ د ځوانانو تاوتریخوالي او ټوپکو مخنیوي لپاره زموږ ځوانانو او ماشومانو لپاره د بدیلونو وړاندې کولو باندې کار کړی دی، د لانور رسمي تعلیم تلقین کول او د مختلف ستونزو په ګوته کول کوم چې د هغوی ژوند باندې اغېزه کولی شي لکه نشه ییز توکي، الکول او فحشا. د بدیل په توګه موږ د CRECE فټبال لیګ جوړ کړ. موږ پدې باور یو چې دې پروژې شاوخوا 350 ماشومانو ته ګټه رسولې ده. د CRECE ژمنتیا د دې ماشومانو او ځوانانو په استازیتوب سخت کار کول دي. موږ خوشحاله یو چې موږ په بریالیتوب سره د بې شمېره کورنیو او افرادو مرسته کړې ده. موږ څه کوو
- د 0-5 عمر ماشومانو لرونکي والدین لپاره ټولګي
- د خوړو توزیع
- د ځوانانو د ځواکمنتیا پروګرامونه
- مهاجرت او د روغتیا ورکشاپونه
- د "هېلې راوړلو" پلاوي ایل سلوادور – هر چا ته پرانیستی!
- د فټبال پروګرام
- کلتوري لمانځنې
- د هغه افرادو لپاره رجعتونه چې ټولنیز خدمتونه لټوي
که تاسې رضاکارۍ سره لیوالتیا لرئ یا په کومه بله ممکن طریقه مرسته کول غواړئ مهرباني وکړئ په مستقیم ډول زموږ دفتر سره په (510) 533-8140 اړیکه ونیسئ یا موږ ته په creceoakland@sbcglobal.net برېښنالیک ولېږئ همدارنګه، په آزادانه ډول کولی شئ مستقیم زموږ اجرایوي رییس، ایسټبان مارینو ډی پاس سره هم اړیکه ونیسئ چې پدې نوم هم پېژندل کېږي تولیو سرانو (510) 393-9546 د انګلسي ژبې پوښتنو لپاره، مهرباني وکړئ د لیون ویکینز، د هییت رییس سره په Lynne@communityenglishcenter.com یا په or (510) 461-4982 اړیکه ونیسئ