د کونټرا کوسټا کاونټي د کار موندنې او بشري خدمتونو څانګه

Contra Costa County Employment and Human Services Division

د کونټرا کوسټا کاونټي د کار موندنې او بشري خدمتونو څانګه  د کیفیت لرونکي خدمتونو عرضه کولو لپاره د ټولنې سره مشارکت کوي ترڅو د په ځان بسیا ته رسېدو لپاره د افرادو او کورنیو د ملاتړ، محافظت او ځواکمن کونکي سرچینو ته لاسرسی ډاډمن کړي.

د مهاجرینو نغدي مرسته (RCA)؛ د مهاجرینو لپاره د نغدي مرستې پروګرام (CAPI)

د مهاجرینو نغدي مرسته (RCA)

د مهاجرینو نغدي مرسته د لومړیو ‎12 میاشتو لپاره ده چې یو مهاجر (د دایمي اوسېدو لپاره منل شوی) پکې د امریکا متحده ایالاتو کې وي.

په کالیفورنیا کې، لومړی باید د کال ورکس لپاره د مهاجر په شرایطو برابري مشخص شوې وي. که چیرې مشخص شي چې مهاجر د کال ورکس لپاره په شرایطو برابر دی، مرسته باید د RCA فنډونو پرځای د نوموړي پروګرام لاندې تادیه شي.

د مهاجرینو لپاره د RCA مرستو ‎12 میاشتې عمومآ د امریکا متحده ایالاتو ته د داخلېدو نیټې له مخې وي.  پناه لرونکي افراد د هغه نیټې څخه تر 12 میاشتو پورې مودې لپاره مستحق وي په کومه چې هغوی ته پناه ورکړل شي.  د قاچاق او سختو جرمونو قربانیان، پشمول د کورني تاوتریخوالي غیر اتباع قربانیان هم د RCA مرستو ترلاسه کولو مستحق کېدی شي. بیاهم، لومړی باید د کال ورکس لپاره په شرایطو برابري مشخص شي او که مستحق وي نو مرسته باید د نوموړي پروګرام لاندې تادیه شي.

د RCA پروګرام په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ: ‎(866) 663-3225

د مهاجرینو لپاره د نغدي مرستې پروګرام (CAPI)

د ډېر عمر لرونکي، ړوند، یا معیوب قانوني مهاجرینو لپاره نغدي مرسته وړاندې کوي څوک چې د خپل مهاجرت حیثیت له امله د تکمیلي مصؤنیت عاید (SSI) لپاره په شرایطو برابر نه وي.

د CAPI لپاره په شرایطو برابرۍ لپاره، مهاجر باید د امریکا متحده ایالاتو کې قانوني دایمي اوسېدونکی وي او د اوسني SSI د په شرایطو برابرۍ نور ټول شرایط باید پوره کړي.

د CAPI غوښتونکي باید خپل د مهاجرت سپانسرانو په اړه د مالي شرایطو برابرۍ معلومات وړاندې کړي. د سپانسر عاید او سرچینې د امریکا متحده ایالاتو کې د راتګ پرمهال تر د ‎10 کلونو مودې لپاره د CAPI غوښتونکي ته د موجود په توګه ګڼل کېږي. د سپانسر د پېژندنې مقرراتو کې استثنآت شتون لري.

د CAPI ترلاسه کونکي په کور کې د ملاتړي خدمتونو (IHSS) لپاره مستحق دي که چیرې په کور کې دننه پاملرنې لپاره اړتیا موجود وي. د سپانسر د پېژندنې مقررات د IHSS د تادیی مقدار محاسبه کولو کې پلي کېږي.

د CAPI د مرستې مقدار د SSI د مرستې مقدار څخه ‎$10 ډالر کم دی او د ایالت په واسطه په ورته توګه سمون ورکول کېږي.

CAPI د کالیفورنیا پروګرام دی، او د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره فرد باید په کالیفورنیا کې میشت وي. د ‎30 تقویمي ورځو غیرحاضري د اوسېدو حیثیت او د نغدي مرستې له لاسه ورکولو پایله درلودلی شي.

د CAPI لپاره غوښتنلیکونه د عمومي مرستې دفترونو کې اخیستل کېږي. په کونټرا کوسټا کاونټي کې د عمومي مرستې درې واحدونه موقعیت لري. که تاسې غواړئ د CAPI لپاره غوښتنه وکړئ یا د CAPI لپاره ستاسې په شرایطو برابرۍ په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ، مهرباني وکړئ ترټولو نږدې دفتر ته زنګ ووهئ یا ورشئ.

د CAPI غوښتنلیکونه او کېسونه د سان ماټیو کاونټي لخوا مدیریت کېږي.
د CAPI ترلاسه کونکي کولی شي
د خپلو کېسونو په اړه لاندې شمېرې ته زنګ وهلو له لارې معلومات ترلاسه کړي:
‎(800) 648-0954

د CAPI په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ:
‎(866) 663-3225

Refugee Cash Assistance
West County - General Assistance
1305 Macdonald Avenue
Richmond, CA 94801
General Assistance - East County
4545 Delta Fair Boulevard
Antioch, CA 94509
د الامېده کاونټي مهر