د سانټا کلارا کاونټي د چلند روغتیا خدمتونه
د سانټا کلارا کاونټي د چلند روغتیا خدمتونو ماموریت زموږ ټولنو کې د رواني ناروغۍ او جدي احساسي ناکرارۍ په واسطه اغېزمن شوي افرادو سره د هغوی هیلو، خوبونو او د ژوند کیفیت هدفونو ترلاسه کولو کې مرسته کول دي. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره، خدمتونه باید په لږترلږه محدود، غیر ننګونکي، خورا ډېر د لاسرسي وړ چاپېریال کې د ټولنې او د خپل ځان پاملرنې همغږي سیسټم کې عرضه شي د فرد کورنۍ او خپلوانو، ژبې، کلتور، ملیت، جنډر او جنسي هویت ته په درناوي سره.
موږ د رخصتیو پشمول 24 ساعتونه، په اونۍ کې 7 ورځې د مرستې لپاره حاضر یو!
د چلند روغتیا د تلېفون مرکز د سانټا کلارا کاونټي د چلند روغتیا ټولو خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د ننوتلو نقطه ده. موږ د هغه افرادو او کورنیو لپاره ملاتړ وړاندې کوو چې بحران کې وي؛ ځان وژنې سوچ کوي؛ یا د رواني ناروغۍ، نشه ییز توکو استعمال یا دواړو سره لاس او ګرېوان وي.
توجه: که تاسې په بله ژبه غږېږئ، د ژبې مرستې خدمتونه د کوم لګښت پرته ستاسې لپاره موجود دي.
800.704.0900 ته زنګ ووهئ (TTY: 800.855.7100 یا 711).