ډیف هوپ

DeafHope

د کڼو افرادو ټولنو کې د کورني او جنسي تاوتریخوالي پای ته رسولو باندې متمرکز سازمان، ډیف هوپ د هغه مهاجرینو هرکلی کوي چې کاڼه دي او د بی سیمه کې مېشت کېږي. د هر نوي راغلي کوڼ فرد لپاره چې ملاتړ ته اړتیا لري/غواړي، حتی که اړین خدمت د کورني یا جنسي تاوتریخوالي په اړه نه وي.

ډیف هوپ د ملاتړ خدمتونه وړاندې کوي پشمول د DVSV په اړه د پوهانو مشوره، د ملاتړ ګروپونه، د سیسټم وکالت او د DVSV قانوني خدمتونو او سرپناه ته رجعت.  موږ همدارنګه د خوندیتوب او رغېدنې لپاره د انتخابونو سپړلو لپاره هم ځای وړاندې کوو چې پدې کې د پولیسو او محکمې سیسټمونو ته د ټولنې پربنسټ بدیلونه هم شامل دي.

د ډیف هوپ کارمندان هره ورځ په دفتر کې نه وي ځکه چې موږ بهر ته ځو او په ټولنه کې د پاتې شویو سره ګورو چیرې چې هغوی ملاتړ ته اړتیا ولري.  د یوه وکیل سره د لیدلو ترټولو غوره طریقه دا ده چې لومړی د برېښنالیک له لارې ملاقات واخلئ.  تاسې همدارنګه زموږ ویډیوفون ته زنګ وهلی او پېغام پرېښودلی شئ.  ستاسې پېغام کې، مهرباني وکړئ خپل نوم، خپل موقعیت، او خپل د اړیکې معلومات ورکړئ او که تاسې سره اړیکه نیول خوندي وي.  که تاسې غواړئ دفتر ته راشئ، زموږ ودانۍ کې مخته د هرکلي فرد دوشنبه څخه تر جمعه د سهار ‎8:30 تر مازیګر ‎5:00 پورې د پاسفیک په وخت موجود وي (د اونۍ پای ورځو او رخصتیو کې بند وي).  هغوی کولی شي تاسې د مرستې سره وصل کړي یا ستاسې لپاره د ډیف هوپ کارمندانو ته پېغام ولېږي.  تاسې کولی شئ د هرکلي کارمند څخه د ډیف هوپ اړیکې کارت لپاره غوښتنه وکړئ.

Website
Alameda County
Address
Alameda County Location:
470 27th Street
Oakland, CA 94612
Contra Costa County
Contra Costa County Location:
256 24th Street
Richmond, CA 94804
د الامېده کاونټي مهر