د ژغورنې نړېواله کمېټه - آکلېنډ
په آکلېنډ کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) پروګرامونه د دې ډاډ وړاندې کولو لپاره ډیزاین شوي دي چې تاسې د مهاجرینو په حیث په امریکا کې پرمختګ وکړئ – هغه که په ښوونځي کې ستاسې د ماشومانو داخله وي، د یوه لوی فرد په حیث د دندې یا سوداګریو پیل کولو له لارې ستاسې په خپل ځان بسیا کېدل وي، یاهم د ټروما یا ناروغۍ څخه رغېدو لپاره د کورنۍ په حیث ستاسې د اړتیا وړ حاد طبي پاملرنې ترلاسه کول وي. که تاسې اړتیا لرئ، IRC به تاسې سره مرسته وکړي خپل ژوند بېرته جوړ کړئ او خپله نوې ټولنه کې د خپل راتلونکي کنټرول بېرته ترلاسه کړئ.
موږ د هغه خلکو ملاتړ کوو چې د جګړې، تاوتریخوالي، او تعقیب په څېر شیانو له امله د خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي وي. که څه هم د هغوی تکنیکي وضعیت ممکن د یوبل سره توپیر ولري، یو شی چې دې افرادو کې شریک دی هغه دا دی چې دوی ټول د خوندیتوب او د خپل ژوند مخته وړلو لپاره د یوه فرصت په لټه کې دي.
پدې کې د مهاجر حیثیت لرونکي خلک، هغوی چې پناه غواړي یا پدې ورستیو کې پناه ورکړل شوې، د انساني قاچاق قربانیان، د شکنجې او ربړونې څخه ژوندي پاتې او نور خلک شامل دي. په وروستیو کلونو کې د افغانستان، اوکراین، سوریه، ګواتېمالا، اېل سلوادور، ارېتریا، او ایران په څېر هیوادونو څخه ډېر خلک راغلي دي.
د مهاجر حیثیت لرونکي افراد د امریکا متحده ایالاتو د مهاجرینو د قبولیت پروګرام له لارې راځي، کوم چې د دغه خلکو سره د ژوند له سره پېل کولو کې مرستې لپاره د IRC او د بیامېشتېدنې نهه نورو ملي ادارو سره ګډ کار کوي. په ټوله نړۍ کې د 35.3 میلیون مهاجرینو له ډلې، د 1 سلنې څخه کم یې د بیامېشتېدنې لپاره په پام کې نیول کېږي.
په آکلېنډ کې زموږ پروګرام:
- بیامېشتېدنه هغه مهال پیل کېږي کله چې تاسې په هوایی ډګر کې ښکته شئ. په لومړیو درې میاشتو کې، ټیم تاسې سره د استوګنې، کار موندنې، مرستو، د روغتیا بیمې، د انګلسي ژبې ټولګیو کې داخلې، کلتوري لارښود، او داخلي او بهرني ملاتړ ته راجع کولو برخه کې مرسته کوي. د ځانګړي اړتیاو لرونکي مؤکلینو لپاره د کیس پراخه مدیریت چوپړتیا موجود ده، د مثال په توګه د روغتیایی ستونزې لرونکي افراد چې ممکن اضافي ملاتړ ته اړتیا ولري.
- اقتصادي پیاوړتیا ستاسې نوي کور کې د ثبات جوړولو لپاره مهمه ده. د مهاجرینو د EE څانګه د هغه مؤکلینو سره مرسته کوي څوک چې دندې لټوي. دا څانګه ابتدایی روزنه او لارښوونه، د سوانح لنډیزونو او مرکو اړوند مرسته، او د کار موندنې او ESL اونیز ټولګي وړاندې کوي. د ځواکمنتیا متخصصین زموږ د مؤکلینو د مرستې لپاره د کارګومارونکو او د سوداګریو سره کاري اړیکې جوړوي.
- نوې ریښې د تغذیه تعلیم، د خوړو خوندیتوب پروګرام، د ټولنې باغوانۍ، او د کوچني شرکتونو د روزنې له لارې په ځایی خوړو سیسټم کې د مهاجر په حیث ستاسې د لاسرسي ډېرولو او ګډون کولو لپاره کار کوي.
- مهاجرت څانګه نه یوازې د مهاجر یا د پناه غوښتنې مؤکل په حیث ستاسې خدمت کوي، بلکه موږ د ټیټ عاید لرونکي کډوالو ته هم خدمتونه وړاندې کوو. دا څانګه د ګرین کارتونو، تابعیت، سفري اسنادو، د کار جواز غوښتنه کولو، د ویزې غوښتنلیکونو، د کورنۍ یوځای کېدو لپاره عرېضې، CAM/AOR، او د راغلي ماشومانو لپاره د تعویق عمل (DACA) غوښتنه کولو کې مرسته کوي.
- د قاچاق سره مبارزې څانګه د انساني قاچاق پاتې شویو ته په وخت، د لوړ کیفیت، هراړخیز خدمتونه وړاندې کوي او همدارنګه د قانون حاکمیت او د ټولنې نورو سازمانونو سره د ملتیا او همغږۍ له لارې خلکو مینځ کې پوهاوی پیدا کوي او خلکو ته پوهنه ورکوي.
-
د روغتیا او سالمیت پروګرام سالمیت هڅوي او د روغتیا پاملرنې خدمتونو ته لاسرسی ډاډمن کوي چې فزیکي او رواني اړتیاوې په ګوته کوي. د پروګرام برخو کې رواني روغتیا او سالمیت، د میندو او د زېږون دمخه روغتیا، د روغتیا پاملرنې سواد او لاسرسی، او په ټولنو کې د روغتیا او تغذیه هڅول او ارتقا شامل دي.
-
PEI: د مخنیوي او د پیلي مداخلت پروګرام هغه مؤکلینو لپاره رواني ټولنیز ملاتړ وړاندې کوي څوک چې د یوازېتوب، ډېپریشن، اضطراب احساس کوي، د جنډر پربنسټ تاوتریخوالي قربانیان وي، او/یا د سټرېس مدیریت کولو سره لاس او ګرېوان وي.
-
ICM: د کېس پراخه مدیریت پروګرام تر 12 میاشتو پورې د کېس مدیریت خدمتونه وړاندې کوي. د ICM پروګرام د پېچلي طبي قضیو لرونکي مهاجرینو ته خدمت کوي. د کېس مدیریت کارمندان او رضاکاران د دغه مؤکلینو او د هغوی د ناروغانو اړتیاو په ګوته کولو لپاره د کېس مدیریت مستقیم خدمتونه وړاندې کوي او د ټولنې سرچینو ته یې راجع کوي. د دې پروګرام موخه د ډاډ هدف ترلاسه کول دي چې ټول مؤکلین دوامداره، د لوړ کیفیت روغتیایی پاملرنه ترلاسه کړي او د امریکا متحده ایالاتو کې د مېشت کېدو وروسته سالم او روغ ژوند ولري.
-