لیسټوس کالیفورنیا
د کالیفورنیا هر اوسېدونکی، د عمر، وړتیا، عاید یا ژبې په پام کې نیولو پرته د صحرایی اور، سېلاب، زلزلې، وچکالۍ، تودې هوا او نورو ناورینونو ته د چمتو والي لپاره له کلتوري پلوه د وړ تعلیم مستحق دی. د والي ګاوین نیوسم او د ایالت قانون جوړونکو لخوا د عامه فنډونو دوامداره پانګوونې څخه په مننې، لیسټوس کالیفورنیا د ایالت په کچه د ټولنې سازمانونو، قبیلوي حکومتونو، او د ټولنې د بېړني غبرګون ټیمونو شبکه په ټول ایالت کې د انعطاف تقویت کولو لپاره ښکېل کوي، د لاسرسي وړ ژبني معلومات وړاندې کوي او د ناورین ته چمتو والي نوي کلتور ته وده ورکوي.
د 2019 راهیسې د والي د دفتر بېړني خدمتونو (Cal OES) کې موجود، لیسټوس کالیفورنیا میلیونونه کالیفورینا اوسېدونکو ته رسېدنه کې بریالی شوی هغوی چې په بل ډول یې د ژوند ژغورونکي بېړني چمتو والي معلوماتو ته لاسرسی نشو درلودلی. د زیان سره مخ کالیفورنیا اوسېدونکو سره مرستې لپاره د وسایلو وړاندې کول نه یوازې د دې لپاره چې ژوندي پاتې شي، بلکه د ناورین وروسته وده هم وکړي، هغه څه دي چې لیسټوس کالیفورنیا یې حیاتي کړی دی.
ناورین ته د چمتو والي معلومات ستاسې خپله ژبه کې
د بومي ژبو، هسپانوي، او پنجابي ویونکي کولی شي د سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو پرمهال خوندي پاتې کېدو څرنګوالي په اړه د چمتو والي ویډیوګانو لیدلو له لارې معلومات ترلاسه کړي، چې د یونایټېډ وی فرېسنو او مدېرا کاونټیانو، Centro de Unidad Popular Benito Juárez، جکارا خوځښت او د مرکزي کالیفورنیا بای نیشنل سره په مشارکت کې جوړې شوي دي ترڅو مهاجرینو او د کروندې کارګر ټولنو ته د هغوی مورنیو ژبو کې د ناورین د خوندیتوب مهم معلومات وړاندې کړي.