اساسات



South Asian Community Health Promotion Services (Portia Bell Hume Center)
یو هراړخیز پروګرام چې د سهیلي آسیا ټولنې ته د پروګرامونو او خدمتونو سره خدمت کوي چې زموږ مصرف کونکو لپاره په ځانګړي توګه او ښه مناسب دي هغه که فرد وي، کورنۍ، ټولنه یا هم سازمان.
Sonoma County Housing Authority
د محدود عاید لرونکو په شرایطو برابر افرادو ته خوندي، مناسب او کیفیت لرونکي ارزانه استوګنه او ملاتړي خدمتونه وړاندې کوي.
Center For Survivors Of Torture (CST) – Asian Americans for Community Involvement (AACI)
د AACI د شکنجې پاتې شویو لپاره مرکز (CST) پروګرام د شکنجې پاتې شویو او د هغوی د کورنیو غړو ته تخصصي خدمتونه وړاندې کوي، پشمول د انفرادي او ګروپي رواني تراپي، عقلي درملنه، د سیاسي پناه غوښتنې کېسونو لپاره رواني او طبي ارزونې، طبي، ټولنیز او قانوني خدمتونه
Islamic Cultural Center of Northern California
ICCNC یو محرک ځای وړاندې کوي چې د هنر، کلتور، او تعلیمي پروګرامونو له لارې د اسلام په اړه د نظرونو تبادلې پالنه کوي.
Northern California Human Rights Clinic (Alameda Health System) 
NCHRC د الامېده روغتیایی سیسټم کې یو کلینیک دی چې اساسأ د هغه خلکو لپاره د عدلي طب او روانپوهنې ارزونې (پشمول د FGM/C ارزونو) وړاندې کوي څوک چې د پناه غوښتنه کوي او د ډېپورټېشن څخه د هوساینې نور ډولونه (لکه د شکنجې او ربړونې پروړاندې کنوانسیون لاندې محافظت، د U ویزې وغیره) څوک چې د سان فرانسیسکو بی سیمه کې اوسېږي.
City Taxi Scrip
د هغه افرادو لپاره د ختیځ بی پاراټرانزیټ لخوا لنډمهاله کاغذي پېسې څوک چې تصدیق شوي معیوبین وي یا عمر یې ‎70 کلونه وي او عاید یې د سیمې د مینځني عاید د ‎30‏٪ څخه ډېر نه وي.
Filipino Advocates for Justice
د عدالت فلپیني مدافعین (FAJ، مخکې د بدیل عمل لپاره فلپینیان، FAA په توګه پېژندل کېده) د مستقیم خدمتونو، مشرانو ودې، او له تاریخي پلوه محروم ملیتي اقلیت په حیث فلپیني ټولنې ته مهمو مسایلو په اړه تنظیم او دفاع وړاندې کولو له لارې د مهاجرینو او مدني حقونو دفاع کوي. موږ د خطر سره مخ مینځني او عالي ښوونځي د عمر ځوانانو، د استثمار زیان سره مخ د ټیټ عاید کارګرانو، او نوي راغلي مهاجرینو او بې اسناده افرادو ته د امریکا متحده ایالاتو کې د ژوند ننګونو سپړلو کې د هغوی سره د مرستې له لارې خدمت کوو.
Filipino Community Health & Wellness (Filipino Advocates for Justice)
د فلیپینو ټولنې روغتیا او سالمیت ډاډ وړاندې کوي چې په مرکزي او سهیلي الامېده کاونټي کې فلیپینو ټولنه، په ځانګړي توګه ځوانان او لویان، پاملرنه کونکي، او مهاجرین رواني – ټولنیز او د کېس مدیریت ملاتړ ته لاسرسی ولري ترڅو د هغوی اړتیاوې پوره کړي او همدارنګه اضافي کلتوري او ژبني حساس مخنیونکي مشوره او د رواني روغتیا د رجعت ملاتړ خدمتونه ډاډمن کړي.
California Health Collaborative
د کالیفورنیا روغتیا تعاون د کالیفورنیا اوسېدونکو روغتیایی اړتیاو په ګوته کولو ته ژمن دی په محروم ټولنو د ځانګړي تاکید سره څوک چې سرچینو ته محدود لاسرسی لري یا څوک چې کلتور، ژبې، عاید، تعلیم، جنډر، جغرافیه یا د مهاجرت وضعیت پورې تړلي خنډونو سره مخ وي.
California Lifeline Program (landline phone service)
د کالیفورنیا لایف لاین پروګرام (د کالیفورنیا لایف لاین) ایالتي پروګرام دی چې په شرایطو برابر کورنیو ته تخفیف لرونکي کورني تلېفون او د ګرځنده تلېفون خدمتونه وړاندې کوي، د مصرف کونکو سره مرسته کوي چې خپل د تلېفون بیلکونو لګښت ټیټ کړي.
Food Bank Distribution Sites by County
د کاونټي له مخې د خوړو بانک د ویش سایټونو ته د لنکونو لیست.
Free and Affordable Clothing Outlets by County
هغه ځایونو ته د لنکونو لیست چې وړیا او ارزانه کالي ورکوي.
Office of Refugee Resettlement (ORR) Network Resources
د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر د بیا میشتیدنې، ادغام، روغتیا، کور او کارموندنې لپاره د شبکې سرچینو سره اړیکې لري.
Church World Service
د کلیسا نړۍ خدمت (CWS) په شمالي کالیفورنیا کې مهاجرینو، کډوالو، او پناه لرونکو ته خدمت کوي. په والنټ کریک کې د CWS دفتر مهاجرینو سره مرسته کوي چې مېشت شي، په ټولنه کې اوږدمهاله دوام لرونکې اړیکې جوړې کړي او ټیکاو لرونکي ژوند څرنګوالي کې خپلې لومړنۍ اړتیاوې وساتي. د CWS شمالي کالیفورنیا د ملتیا نلرونکي ماشومانو چې ترډېره د سهیلي پولې له لارې راځي، مهاجرینو، کډواول، او پناه لرونکې کورنۍ او افرادو ته خدمت کولو لباره څو پروګرامونه مخته وړي.
Contra Costa CARES – healthcare program for uninsured adults
د کونټرا کوسټا پاملرنه په کونټرا کوسټا کاونټي کې مېشت غیر بیمه لویانو لپاره د روغتیا پاملرنې پروګرام دی.
Contra Costa County Affordable Housing Resources
د کرایه کونکو لپاره او هغوی چې بې کوره دي یا د بې کورۍ خطر سره مخ دي د ارزانه استوګنو سرچینې.
Contra Costa County Alcohol & Other Drugs Services
د الکولو او نورو نشه ییز توکو خدمتونه (AOD) د فرد او کورنۍ مسؤلیت، هیله مندۍ، او په ځان بسیا ته ارتقا ورکولو په واسطه د الکولو او نشه ییز توکو څخه پاکو ټولنو لپاره کار کوي.
Contra Costa County Behavioral Health Services
د کونټرا کوسټا د چلند روغتیا د رواني روغتیا، نشه ییز توکو ناوړه استعمال، او نورو اړتیاو لپاره د هرکلي، مدغم خدمتونه وړاندې کوي چې سالمیت، رغون او اتعطاف تقویت کوي پداسې حال کې چې د هغه خلکو پېچلتیا او تنوع ته درناوی کوي چې موږ ورته خدمت کوو.
Contra Costa County Health Care Services
د کونټرا کوسټا کاونټي د روغتیا پاملرنې خدمتونو ماموریت په کونټرا کوسټا کاونټي کې د ټولو خلکو لپاره د پاملرنې وړاندې کول او د روغتیا ښه کول دي او هغوی ته ځانګړې توجه کېږي څوک چې د روغتیا ستونزو اړوند تر ټولو ډېر د زیان سره مخ وي.
Contra Costa County Employment & Human Services’ CalFresh page
د کال فرېش پروګرام کولی شي ستاسې د خوړو بودیجه کې ډېروالی وکړي چې سالم او تغذیوي خواړه په مېز ولرئ. دا پروګرام میاشتنۍ برېښنایی مرستې ورکوي (د بانک ډبېټ کارت ته ورته) چې په ډېری بازارونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او د بزګرانو بازارونو کې د ډېری خوړو لکه ډوډۍ، حبوباتو او غلو، میوو، سبزیانو، غوښې او کبونو پېرلو لپاره کارول کېدی شي.
Category
La Familia Counseling Services
لا فامیلا د کالیفورینا پراخه بی سیمه کې د ټولنې د عامه پوهاوي غیرانتفاعي نهاد دی. وړاندې کوو، د رواني روغتیا او د ټولنې ملاتړ د بېلابېل اړتیاو پورته کولو لپاره د پروګرامونو هراړخیز انتخاب سره.
Lao Family Community Development, Inc.
د لاو کورنۍ ټولنې پراختیا انکارپورېشن (LFCD) متنوع مهاجر، کډوال، د محدود انګلسي ژبې وړتیا لرونکو، او د امریکا متحده ایالاتو کې زېږېدلي ټیټ عاید لرونکي ټولنې غړو سره د اوږدمهاله مالي او ټولنیز په ځان بسیا ترلاسه کولو کې مرسته کوي. موږ زموږ د ټولنې غړي هڅوو چې هدفونه وټاکو، په خپلو ځانونو باور ولري، او د ټولنې فعال، ونډه لرونکي غړي شي.
Lifeline Cell Phone Services
د ټیټ عاید لرونکي افرادو او کورنیو لپاره وړیا ګرځنده تلېفون او خدمتونو عرضه کونکي.
Center for Elders' Independence
د لویانو د خپلواکۍ مرکز (CEI) تاسې سره مرسته کوي د رنځورپالنې کور پرځای په خپل کور کې ژوند وکړئ. که تاسې ‎55 کلونه یا ډېر عمر لرئ، د څو روغتیایی ننګونو سره مخ یې او خپل ورځني ژوند کې مرستې ته اړتیا لرئ، CEI ممکن هغه مرسته وي چې تاسې ورته اړتیا لرئ.
County of Marin Housing Resources
د مارین کاونټي کې موجود د استوګنې سرچینې او پروګرامونه.
Children’s Services – Davis Street
هره ورځ، ستاسې په څېر بې شمېره والدین کیفیت لرونکي، ارزانه، د ډاډ وړ ماشوم پاملرنه لټوي. ډاویس سړک زموږ خپل د ماشوم ودې مرکزونو کې د ووچر والدین انتخاب پروګرام یا تحریک کونکي، وده کونکي او مشمول چاپېریال په وړاندې کولو سره دې اړتیاو پوره کولو کې مرسته کوي.
Child Care – Alameda County Social Services Agency
د الامېده کاونټي د ټولنیزو خدمتونو اداره د ‎0 تر ‎12 کلونو ماشومانو لپاره د ماشوم پاملرنې سبسایډیز وړاندې کوي او په شرایطو برابر کورنیو ته د محدود وخت لپاره موجود دي.
Free Tax Help (United Way Bay Area)
دا د وېب سایټ لټون وسیله ده چې په بی سیمه کې د ‎200 سایټونو لپاره د موقعیت معلوماتو له مخې د مالیاتو وړیا چمتو والی همغږی کوي چې د لټون ډېری انتخابونو کې یې د ژبو چوپړتیا شامل ده. خدمتونه د ټیټ عاید لرونکو افرادو لپاره وړیا وړاندې کېږي.
United Afghan Association
غواړي د افغانستان د خلکو غږونه ملاتړ او تقویت کړي او په شمالي کالیفورنیا کې د افغان کډوالو د بیامېشت کېدو کې غوره مرسته وکړي.
Muslim Community Center-East Bay
د مسلمانانو د ټولنې مرکز (MCC) – ختیځ بی د معنوي ودې او د ځوانانو د ځواکمنتیا پروګرامونه وړاندې کوي چې موخه یې هم تفریح او هم الهام ورکول دي. موږ د کورنۍ لپاره مناسب او دوستانه چاپېریال ته کار کوو او تواضع، خلاقیت، او د ټولنې ښکېلتیا هڅوو. موږ ځواب ویونکی، د راتلونکي فکر لرونکی، او چاپېریال دوست او د ځانګړي اړتیاو دوست جماعت یو
Bridging Refugee Youth and Children’s Services (BRYCS)
د مهاجر ځوانانو او مشومانو د وصل کولو خدمتونه (BRYCS) غواړي د امریکا متحده ایالاتو کې د مهاجرینو خدمت کونکي او مرکزي سازمانونو ظرفیت پیاوړی کړي ترڅو د مهاجر ماشومانو، ځوانانو او د هغوی د کورنیو بریالی پرمختګ ډاډمن کړي.
UCSF Benioff Center of Excellence for Immigrant Child Health and Wellbeing
د هغه مداخلتونو د ملاتړ لپاره د نهادي او ټولنې مرکز په حیث کار کوي کوم چې د عادلانه روغتیا پاملرنې او د مهاجرت حیثیت په پام کې نیولو پرته د سالم، انعطاف لرونکي ماشومانو لپاره دي. دا د امریکا متحده ایالاتو کې د ماشومانو روغتون کې په خپل نوع کې لومړی دی.
د الامېده کاونټي مهر