د کورنیو بېرته نښلول

African Advocacy Network
د افریقا وکالت شبکه (AAN) په ‎2009 کې تاسیس شوی سان فرانسیسکو کې یو غیرانتفاعي نهاد دی چې د افریقایی او افریقایی – کارابین مهاجرینو مخ پر ودې نفوس ته خدمت کوي. AAN د ځانګړي کلتوري دلالۍ بېلګې پربنسټ د مهاجرت قانوني خدمتونه، د کېس مدیریت، او د ټولنیز ادغام خدمتونه وړاندې کوي.
Afghanistan Family Reunification – United States Department of State
دا پاڼه د کورنۍ سره یوځای کېدو لپاره د مهاجرت بېلابېل انتخابونه شرح کوي. انتخابونه ستاسې د تابعیت، ستاسې د مهاجرت حیثیت، او دا چې تاسې څنګه د امریکا متحده ایالاتو ته داخل شوي یې، دې پورې تړاو لري.
American Red Cross Bay Area Chapter
د امریکایی سور صلیب بی سیمې چیپټر د ناورینونو پشمول د بېړنیو حالاتو لپاره سرچینې وړاندې کوي پشمول د بېړني پیغامونو، او د وسله والو جګړو او نورو نړیوالو بحرانونو په اوسطه جلا شویو کورنیو بېرته وصل کولو.
Oasis Legal Services
د پناه، اوسېدو، تابعیت، VAWA، او د LGBTQIA+‎ مهاجر ټولنو لپاره د کورنۍ عریضو په برخه کې قانوني مرسته وړاندې کوي.
International Rescue Committee – Oakland
په آکلېنډ کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) پروګرامونه د دې ډاډ وړاندې کولو لپاره ډیزاین شوي دي چې تاسې د مهاجرینو په حیث په امریکا کې پرمختګ وکړئ – هغه که په ښوونځي کې ستاسې د ماشومانو داخله وي، د یوه لوی فرد په حیث د دندې یا سوداګریو پیل کولو له لارې ستاسې په خپل ځان بسیا کېدل وي، یاهم د ټروما یا ناروغۍ څخه رغېدو لپاره د کورنۍ په حیث ستاسې د اړتیا وړ حاد طبي پاملرنې ترلاسه کول وي. که تاسې اړتیا لرئ، IRC به تاسې سره مرسته وکړي خپل ژوند بېرته جوړ کړئ او خپله نوې ټولنه کې د خپل راتلونکي کنټرول بېرته ترلاسه کړئ.
International Rescue Committee – San Jose
د ژغورنې نړیواله کمېټه مهاجرینو، پناه لرونکو، د انساني قاچاق قربانیانو، د شکنجې او ربړونې پاتې شویو، او نورو کډوالو ته فرصتونه وړاندې کوي چې امریکا کې وده وکړي.
Reconnecting Families Program (American Red Cross)
د نړۍ د ترټولو سترې بشري شبکې په حیث، د سور صلیب او سرې میاشتې ټیمونه د نړیوالو بحرانونو په واسطه جلا شوي کورنیو بېرته یوځای کولو کې مرسته کوي.
د الامېده کاونټي مهر