د نوي پناه لرونکي لارښود (مجازي) – د کالیفورنیا د عامه روغتیا ریاست د مهاجرینو روغتیا دفتر او د سان فرانسیسکو د عامه روغتیا ریاست د نوي راغلي افرادو د روغتیا پروګرام
هره میاشت د امریکا متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدمتونو د سان فرانسیسکو د پناه غوښتنې دفتر د کالیفورنیا د عامه روغتیا ریاست د مهاجرینو روغتیا دفتر او د سان فرانسیسکو د عامه روغتیا د نوي راغلي افرادو د روغتیا پروګرام په کالیفورنیا کې د نوي پناه ورکړل شوي افرادو لپاره د مرستو او خدمتونو په اړه د لارښوونې په لاره اچولو لپاره مشارکت کوي.
میاشتنۍ برنامې هغه موضوعات پوښي چې په کالیفورنیا کې پناه لرونکو پورې تړاو لري لکه:
- مهم اسناد
- د خوندیتوب مرستې
- د روغتیا پاملرنه
- د کورنۍ یوځای کېدل
- سفري اسناد
- د قانوني دایمي اوسېدو ته د حیثیت سمون (د «ګرین کارت» لپاره غوښتنلیک)
- تابعیت ته لاره
د راجستریشن فورمه کې طبي معاینې او طبي پاملرنې ته لاسرسي کې د ملاتړ غوښتلو انتخاب شامل دی او د کالیفورنیا د عامه روغتیا ریاست د مهاجرینو روغتیا دفتر څخه د یوه متخصص لپاره غوښتنه د هغوی سره د مستقیم اړیکې لپاره.
ټول پناه لرونکي، د خدمتونو وړاندې کونکي، او وکیلان کولی شي په برنامه کې ګډون وکړي چې د هرې میاشتې په 2مه سه شنبه ورځ په پاسفیک وخت د سهار 10 بجې په لاره اچول کېږي. دا برنامه په ژوندۍ بڼه د پوښتنو او ځوابونو لپاره فرصت وړاندې کوي.
د لارښوونې لپاره دلته نوم لیکنه وکړئ.
تاسې اړ یې خپل د ګرځنده تلېفون لمبر یا برېښنالیک ولیکئ ترڅو د راجستریشن لنک ترلاسه کړئ.
وروسته لدې چې تاسې د لارښوونې لپاره نوم لیکنه وکړه، تاسې به د زوم له لارې د وصل کېدو لپاره یو لنک ترلاسه کړئ. د وېبینار کتلو لپاره تاسې باید یوه برېښنایی وسیله لکه کمپیوټر یا ځېرک تلېفون ولرئ. تاسې به د عمومي پوښتنو کولو لپاره فرصت ولرئ. ستاسې هویت به نورو ګډون کونکو ته ښکاره نه وي.
د نوي پناه لرونکو د لارښود مواد او د پناه لرونکو لپاره اضافي سرچینې همدارنګه په انګلسي او هسپانوي کې د لارښوونې ریکارډ شوي نسخې هم پدې پاڼه کې موندلی شئ.
| د پناه لرونکو د سپړنې او سرچینې پاڼې انګلسي او هسپانوي. |


