د آکلېنډ نړیوال عالي ښوونځی
د آکلېنډ نړیوال عالي ښوونځی په 2007 اګست کې د عامه ښوونځیو نړیوالې شبکې، د آکلېنډ یونیفایډ ښوونځي ولسوالۍ، او د بیل او ملېنډا ګېټس بنسټ په ملاتړ پرانیستل شو. دا ښوونځی د نوي راغلي مهاجرینو، زده کونکو نفوس د هدف لاندې نیسي، هغوی چې له تاریخي پلوه په کالیفورنیا، او آکلېنډ کې په ملي کچه محروم و.
په آکلېنډ نړیوال کې هېڅ زده کونکی نا پېژانده ندی. هر ټولګی یوازې 100 زده کونکي لري. زموږ کوچنۍ اندازه او زموږ د ټیم جوړښت زموږ زده کونکو لپاره فرد پورې منحصرتوب، وده او بریا وړاندې کوي. په آکلېنډ نړیوال کې په لومړیو دوه کلونو کې، زده کونکي د 5 ښوونکو ورته ټیم سره پاتې کېږي. په جونیر او سینیر کلونو کې، سینیر زده کونکي د زده کړیالۍ او په مختلف جوړښتونو کې د ټولنې خدمت لپاره فرصتونه لري، د سوداګریو څخه نیولي تر حکومتي دفترونو او د ټولنې سازمانونو. ټول زده کونکي زموږ د ملټي مېډیا کالیفورنیا مشارکت اکاډمۍ کې ګډون کوي کوم چې په 21مه پېړۍ کې د کالج او مسلکي ژوند لپاره زده کونکو ته د ټیکنالوژۍ اړین مهارتونه ورکوي.
زموږ ټول زده کونکي په نړیواله کړنلاره او طریقه کې روزل شوي ترڅو زده کونکو ته ښوونه وکړي چې په انګلسي ژبه کې د هغوی وینا، لیک او لوست مهارتونه ښه شي. موږ پدې باور یو چې د انګلسي ژبې مهارت ترلاسه کول په اکاډمیک چاپېریال کې ښه وده کوي په کوم کې چې زده کونکی ګډون کوي په 1) متنوع ډلو کې 2) د پروژې پربنسټ نصاب 3) د انګلسي ژبې پراختیا د مینځپانګې ټولو برخو کې مدغم وي. په کوچنیو ګروپونو کې کار کولو سره زده کونکي د په زړه پوري، سخت، عملي پروژو له لارې اکاډمیک مینځپانګه، هنر، موسیقي او ټیکنالوژي زده کوي کله چې هغوی خپله نوې ژبه زده کوي.
OIHS د عامه ښوونځیو نړیوالې شبکې غړی دی چې یو غیرانتفاعي سازمان دی کوم چې په نیویارک ښار کې د نړیوالو عالي ښوونځیو یوې ډلې د کار په پایله کې وده کړې ده. دا اوس په نیویارک ښار، ویرجینیا، او کالیفورینا بی سیمه کې 18 ښوونځي ملاتړ کوي. زموږ لومړی ښوونځی په 1985 کې پرانیستل شوی؛ دوه نور ورپسې په 1990 لسیزه کې. له 2001 راهیسې، دې شبکې د بیل او ملېنډا ګېټس بنسټ په مرسته 15 نور عالي ښوونځي پرانیستي او ملاتړ کړي دي. د دې شبکې ماوریت په نړیوالو کړنلارو ولاړ د کوچني عالي ښوونځیو پراختیا او شبکې جوړلو له لارې پدې وروستیو کې راغلي مهاجرینو ته د کیفیت لرونکي تعلیم وړاندې کول دي. د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د دوی وېب سایټ ته ورشئ: http://www.internationalsnps.org.