د ټروما څخه د رغېدو لپاره مشارکتونه
د ټروما څخه د رغېدو لپاره مشارکتونه د بشري حقونو څخه د سرغړونې نړیوالو پاتې شویو لپاره د رواني روغتیا پاملرنه وړاندې کوي او د روان پوهنې او ټولنیز کار زده کونکو لپاره کلینیکي روزنه وړاندې کوي.
اصلي پروګرامونه
زموږ د بی سیمې د موسایک رغېدو مرکز کې، موږ زموږ د بېلګې اصلي اجزاو ترمینځ ملتیا باندې تمرکز کوو ترڅو:
- (a) مهاجرینو، پناه لرونکو، پناه غوښتونکو او د انساني قاچاق پاتې شویو افرادو لپاره د رواني روغتیا ملاتړ وړاندې کړو،
- (b) دغو خلکو ته د خدمت کولو لپاره د نړیوال ذهنیت لرونکي کلینکي کارمندانو ظرفیت لوړ کړو، او،
- (c) د ټروما او بیاځل د ټروما سره مخ کېدو مخنیوي لپاره د پالیسیو دفاع وکړو.
د رواني روغتیا پاملرنه | د نړیوال ټروما څخه رغېدو پروګرام
د بی سیمه د مهاجرینو، پناه لرونکو او د پناه غوښتونکو ستر نفوس کوربه ده هغوی چې په خپلو هیوادونو کې د وسله والو جګړو او تعقیب څخه تښتېدلي دي. د ټروما څخه د رغېدو لپاره مشارکتونو د نړیوال ټروما څخه رغېدو پروګرام په پراخه سان فرانسیسکو بی سیمه کې میشت ټولو کلتوري، ملیتي او ژبني ډلو څخه د بشري حقونو د سرغړونې څخه نړیوالو پاتې شویو افرادو لپاره له کلتوري، ټروما او ژبني پلوه د پوهې او معلوماتو پربنسټ د لاسرسي وړ رواني روغتیا پاملرنه وړاندې کوي.
د دې واقعیت په درک کولو سره چې د ټروما څخه د رغېدو اړتیا ډېره ده – یوازې د امریکا متحده ایالاتو کې د اټکل له مخې 1.3 میلیون د شکنجې څخه راپاتې افراد موجود دي – هرکله چې ممکن وي موږ د ګروپ پربنسټ د رواني روغتیا طریقو په کار اچولو په لټه کې یو، ترڅو وکولی شو د پاتې شویو لوی شمېر افرادو ته لا ډېره اغېزناکه رسېدنه وکړو.
د امریکا متحده ایالاتو کې مېشت نړیوالو ټولنو لپاره د رواني روغتیا پاملرنې د لاسرسي وړ ګرځولو لپاره ژبنی ظرفیت لازمي دی. زموږ ټیم کې څو ژبي او څو کلتوري خدمتونو وړاندې کونکي شامل دي چې په بېلابېل ژبو غږېږي او همدارنګه زموږ د مهاجرینو غږونو د رواني روغتیا د ژباړونکو ټیم. په 2016 کې زموږ د موسایک رغېدو مرکز د پرانیستلو راهیسې، زموږ کارمندانو او ژباړونکو تر 15 ژبو کې پاملرنه وړاندې کړې، پدغو کې چې د بی سیمې ټولنو کې ډېر ویونکي لري هسپانوي، تیګرېنیا، مام، امهاریک، فرانسوي، پورتګالي، عربي او فارسي/دري شامل دي.
د کلینیکي خدمتونو وړاندې کونکو او ژباړونکو ترمینځ، زموږ ټیم پدې ژبو غږېږي:
امهاریک، عربي، دري، فارسي، فرانسوي، آلماني، عبري، هندي، اېټالوي، مام، مغولي، نېپالي، پښتو، پورتګالي، پنجابي، هسپانوي، تامل، ټیګر، ټیګرېنیا، او اردو.
د رواني روغتیا د ژباړې مهارتونو، د کلتوري او احساسي حساسیت، او د تاوتریخوالي او دایمي رنځ کیسو ته د غوږ نیولو مشکل پروسه کې ښکېل کېدو ته لیوالتیا په درلودو سره، موږ زموږ د مهاجرینو غږونو ټیم ته حیاتي ملاتړ او روزنه وړاندې کوو ترڅو مهارتونو ته وده ورکړو او د ثانوي ټروما مخه ونیسو. په ګډه، PTR په 20 مختلف ژبو کې مراجعه کونکو ته د خدمت کولو ظرفیت لري.
کلینیکي روزنه | د نړیوال رغېدو او بشري حقونو د روزنې پروګرام
د نړیوال ټروما تخصص سره په هیواد کې د څو کلینیکي روزنې پروګرامونو څخه د یوه سره، د ټروما څخه د رغېدو لپاره مشارکتونه (PTR) د بشري حقونو او د رواني روغتیا پروګرام ترمینځ تشې یوځای کولو لپاره کار کوي. زموږ د نړیوال رغېدو او د بشري حقونو د روزنې پروګرام له لارې، موږ د روانپوهنې او ټولنیز کار فارغ التحصیل زده کونکو ترمینځ کلینیکي ظرفیت ته وده ورکوو ترڅو هغه نړیوال نفوس ته خدمت وکړي چې د جګړې، شکنجې او ربړونې او د تعقیب نورو ډولونو سره مخ شوي دي.
زموږ د سمون ورکړل شوي روزنی ز نصاب او د کېس ژورې څارنې له لارې به زموږ روزل شوي افراد د بشري حقونو څخه د سرغړونې رواني او ټولنیزو اغېزو هراړخیزه پوهه ترلاسه کړي، او همدارنګه د پاتې شویو رغېدو کې د مرستې لپاره به مهارتونه او ظرفیت پیدا کړي. د دې روزنې سره، د نړیوال ذهنیت لرونکي دا کلینیکي افراد د بشري حقونو د سرغړونې نړیوالو پاتې شویو لوی شمېر افرادو ته رسېدو لپاره د خپلې پوهې او کلینیکي مهارتونو رسولو ته چمتو کېږي.
علاوه لدې، د یوه متحد ملاتړي جز له لارې موږ غواړو زموږ روزل کېدونکي افراد د تعلیم او مهارتونو سره مجهز کړو چې د تاوتریخوالي او ټروما څو پوړیزو اغېزو په اړه خپله زده کړه د پالیسۍ ملاتړ له لارې پراخه، سیستماتیک بدلون کې وکاروي. روزل کېدونکي افراد د خپلې روزنې په جریان کې د ملاتړ عمل بشپړوي او د نړېوال بشري حقونو پاتې شویو د ملاتړ پالیسیو د دفاع انګېزه لرونکي د PTR کلینیکي افرادو شبکې سره یوځای کېدو بلنه ورته ورکول کېږي.
د پالیسۍ ملاتړ | رواني روغتیا مهمه ده
پداسې حال کې چې د ټروما څخه رغېدل د پاتې شویو افرادو، د هغوی د کورنیو او په ټوله کې د ټولنو د سالمیت لپاره لازمي دي، دا مهمه ده چې حکومتونه او مدني ټولنه د تاوتریخوالي او د ټروما د پېښېدو مخنیوي لپاره لومړی اقدام وکړي. پالیسۍ که ملي بڼه ولري، لکه د پناه غوښتونکو نیول، یا هم نړیواله بڼه، لکه د حکومت بهرنۍ پالیسۍ، د ټولنو رواني روغتیا باندې اکثر ژوره اغېزه کوي.
د ټروما څخه د رغېدو لپاره مشارکتونو د رواني روغتیا مهمه ده پروګرام موخه د ټروما او د بیاځل د ټروما سره مخ کېدو مخنیوي، او د نړیوال بشري حقونو پاتې شویو افرادو محافظت کولو لپاره د ملاتړ کمپاینونو پیاوړي کول او ملاتړ کول دي. احساسي سالمیت ته لومړیتوب ورکولو کې پاتې راغلي پالیسیو او کړنو په واسطه اغېزمن شوي افرادو او کورنیو سره زموږ د مستقیم اړیکې له لارې، PTR غواړي زموږ زده کړل شوې پوهه په راتلونکي کې د غوره پالیسیو ارتقا او هڅولو لپاره وکاروي.
زموږ د کلینیکي روزل کېدونکي افرادو د عملي زده کړې، د روانپوهنې ساحه کې د ډاکټرۍ زده کونکو څېړنې، او د ځانګړي ملاتړ کړنو په ترکیب سره، موږ غواړو د ټروما پاتې شویو د داخلي واقعیت، او په افرادو، کورنیو، او ټولنو باندې د رواني روغتیا د اغېزو په اړه عامه پوهاوي ته وده ورکړو. او په دفاع او ملاتړ کې بوخت سازمانونو سره د مشارکت له لارې، موږ هیله مند یو د ټروما اړوند د پوهې او معلوماتو له مخې چمتو کېدونکي پالیسیو غوښتنه کونکي غږونو ته ساحه پراخه او حجم یې ډېر شي، کوم چې رواني روغتیا او د تاوتریخوالي څخه آزادۍ ته لومړیتوب ورکوي.