د مهاجرینو د بارورۍ روغتیا شبکه (ReproNet)
کالیفورنیا د 2002 راهیسې د بل هر ایالت پرتله ډېر مهاجرین او د ځانګړي مهاجرت ویزه لرونکي قبول کړي دي. دا چې کډوالې ښځې د داسې شرایطو سره مخ وي چې د هغوی لپاره ښځینه جنسي او بارورۍ یا تولیدي روغتیا (SRH) ته ورتګ مشکل کوي،د کالیفورنیا د مهاجرینو د بارورۍ روغتیا شبکه (ReproNet) غواړي د کډوالو ښځو او سازمانونو، اکاډمیک، او د ټولنې غړو ترمینځ باوري مشارکت رامینځته کړي. دا مشارکتونه به د یوې داسې طرحې جوړولو لپاره یوځای کار کوي چې د ناروغ اړوند څېړنه باندې تمرکز ولري او د کډوالو ښځو په واسطه ټاکل شوي د SRH لومړیتوبونه منعکس کړي.
ReproNet د څو ژبو بارورۍ یا تولیدي روغتیا ویډیوګانې، ادبیات، او د کډوالو ښځو د بحث ګروپ لري. لاندې یادې شوې سرچینې د روغتیا موضوعاتو په اړه د ژبې خنډونو سره مخ مهاجرینو د پوهاوي لپاره د ګټورې وسیلې په توګه کارول کېدی شي.
د مهاجرینو د بارورۍ روغتیا شبکه (ReproNet) د څو ژبو لاندې سرچینې شریکوي:
- د ReproNet د فیسبوک عامه پاڼه چیرې چې موږ د روغتیا معلومات پوسټ کوو
- د ReproNet د خصوصي بحث ګروي (ښځو پورې محدود) د تولیدي روغتیا په اړه بحثونو لپاره
- زموږ د ReproNet د یوټیوب چینل