اپ ورډلي ګلوبل

Upwardly Global

اپ ورډلي ګلوبل د مهاجر او کډوال نفوس لپاره د کارموندنې خنډونو له مینځه وړلو ماموریت دی، پشمول د امریکا متحده ایالاتو اقتصاد کې د هغوی د مهارتونو وده. اپ ورډلي ګلوبل هغه مهاجر او کډوال مسلکي افرادو لپاره د کارموندنې مرسته او د دندې د لټون مهارتونو روزنه وړاندې کوي چې د امریکا متحده ایالاتو ته پدې وروستیو کې راغلي او د بشپړ کار جواز لري.

په خدمتونو کې چټک داخله

را ایستل شوي هغه افغانان چې د پروسې د انتظار حال کې دي هغوی کولی شي د خپل انتظار پرمهال زموږ د دندې لټون روزنې څخه ګټه پورته کړي – د په شرایطو برابرۍ دې چېک لیست ته د رجعت له لارې د ځنډ پرته د خپلو مؤکلینو نوم لیکنه وکړئ او بیا هغوی ته ووایی چې زموږ پیلي انلاین فورمه ډکه کړي.

کارګومارونکو ته ځانګړې پېژندنه

اپ ورډلي ګلوبل د خپلو ‎50+‎ کارپورېټ شریکانو سره کار کوي ترڅو هغه نوي راغلي افغانانو ته چې د هغوی وړیا پروګرام کې ګډون کوي د دندې لټون پروسه کې ملتیا ورکړي، پشمول د امازون او نورو کارپورېټ کارګومارونکو چې د مسلکي افرادو ګومارنې ته اړتیا لري، سره د لیدنې ځانګړي فرصتونو.

د وړیا تصدیق فرصتونه

د معلوماتي ټېکنالوژي، کمپیوټر پروګرام جوړونې، پروژې مدیریت، او نورو ډېرو برخو کې د لوړې سطحې نهادونو لخوا 100% وړیا یا د بورسونو پربنسټ کورسونه او تصدیقونه شتون لري، نو نوي راغلي افغانان کولی شي د ځنډ او کوم لګښت پرته غوښتل کېدونکي مهارتونو ترلاسه کول پیل کړي.

د مسلکي جواز اخیستنې مرسته

اپ ورډلي ګلوبل کولی شي د طبي ډاکټرانو، انجنیرانو، محاسبینو، او نورو جواز لرونکي مسلکي افرادو سره د ایالت جواز، د ډیپلوم تایید ترلاسه کولو، او د هغوی لنډمهالي دندې لټون برنامې جوړولو کې مرسته وکړي.

که تاسې کوم څوک پېژنئ چې د دوی وړیا خدمتونو لپاره په شرایطو برابر وي، مهرباني وکړئ هغوی د ملي عامه پوهاوي مدیر ابېل میوکیو (abelm@upwardlyglobal.orgد پروګرام رییس اېلېنا فیرلي (elena@upwardlyglobal.org) سره وصل کړئ یا هغوی ته ووایی چې آنلاین پیلي فورمه ډه کړي.

د نورو معلوماتو لپاره، پشمول د دري او پښتو کې معلوماتو لپاره، د "موږ د امریکا متحده ایالاتو کې د افغانانو هرکلی کوو" پاڼې ته ورشئ.

موږ د اوکرایني مراجعینو لپاره هم د دندې لټون ځانګړی پورټال جوړ کړی دی، مګر دا په خپل مسلک کې د فرصتونو موندلو لټون کې د هر چا لپاره ګټور دی. "د امریکا متحده ایالاتو کې د اوکرایني مسلکي افرادو لپاره وړیا شغلي سرچینې."

San Francisco
Address
47 Kearny Street, Suite 801
San Francisco, CA 94108
د الامېده کاونټي مهر