د ښځو انکارپورېشن
د ښځو انکاپورېشن، په ښځو متمرکز یو فېمینیست سازمان دی چې د کورني تاوتریخوالي پاتې شویو لپاره د ټولنیز عدالت په تړاو کار کوي. د ښځو انکارپورېشن پاتې شوي او د هغوی خپلوان د هغوی رغون مزل کې ملاتړ کوي چیرې چې هغوی د تاوتریخوالي تقاطع په ګوته کولو لپاره ډیزاین شوي د ارزښت له پلوه بډایه شبکې سره وصل کوي.
د ښځو انکارپورېشن یو فېمینیست سازمان دی. څنګه چې فېمینیزم بدلون کوي، هماغسې زموږ سازمان هم. موږ د ټولنیز عدالت لپاره کار کوو او د دې لپاره موږ خپلو هغه ارزښتونو ته ژمن یو کوم چې زموږ سازمان مخته وړي. د ښځو انکارپورېشن کلتوري پراکسیس د هغه کړنلارې لارښود کولو لپاره جوړ شوی و کوم چې موږ په خپل کار کې په پام کې نیسو. زموږ د کورني تاوتریخوالي تعریف څخه نیولي تر زموږ د اړوند شریکانو انتخاب پورې، د ټولو کارمندانو ترمینځ د اداري او مالي روڼتیا څرګندولو لپاره، د ظلم سره مبارزې کاري چوکاټ مخته وړلو لپاره، کلتوري پراکسیس موږ ته یادونه کوي چې زموږ جوړښتي شالید په پام کې ولرو، او په ورته وخت کې د هغه کار په اړه چې موږ یې د کورني تاوتریخوالي ختمولو لپاره کوو.
د ښځو انکارپورېشن د کورني تاوتریخوالي پېچلتیاو باندې پوهېږي او د همدې لپاره موږ هماغلته د پاتې شویو سره لیدنې ته خورا ډېر ارزښت ورکوو چیرته چې هغوی دي. کوم پاتې شوي چې زموږ سره وصل کېږي هغوی خپل رغېدو پروسې مختلف نقطو څخه راځي؛ ځېنې لاهم په خپلو اړیکو کې دي، ځېنو پرېښي دي، مګر د دې په پام کې نیولو پرته چې هغوی چیرې دي موږ د هغوی ټولو ملاتړ کوو. موږ باور لرو پاتې شوي، ملګري، او کورنۍ یې مستحق دي چې په درناوي او احترام چلند ورسره وشي، وړیا او ارزښت ورکړل شي. هغوی د خپل وضعیت "ماهرین" دي. زموږ د فلسفې د پایلې په توګه، موږ د پاتې شویو درناوي ته ارزښت ورکوو، د لاسرسي وړ خدمتونه وړاندې کوو، او د پاتې شویو سره مرسته کوو چې خوندي اوسي.
موږ همدارنګه د هغه پاتې شویو تنوع ته هم ارزښت ورکوو چې موږ یې خدمت کوو، او باور لرو چې د ټولنې بېلابېل غړو او ډولو سره ملتیا کول مهم دي. زموږ ملتیاوې موږ سره مرسته کوي چې زموږ ظرفیت لوړ کړو ترڅو د پاتې شویو او د هغوی کورنیو او ملګرو ته غوره خدمت وکړو.
علاوه لدې چې موږ څنګه کار کوو، موږ د ټولو هغو افرادو لپاره چې زموږ خوا ته راځي د ښځو انکارپورېشن چاپېریال ملاتړي کولو په تړاو ژمن یو. موږ غواړو د کارمندانو، هییت، او د رضاکارانو تجربې او شالیدونه ارزښت ولري او وستایل شي. موږ د مثبت کارځای چاپېریال رامینځته کولو، د ټیم کار او اجماع، حساب ورکولو، مستقیم ارتباط، د ځواک له درناوي ډک استعمال، روڼتیا، د ظلم سره مبارزه، چاپېریالي کړنه او د ځان پاملرنې ته ارزښت ورکوو.